د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د وسلهوالو طالبانو او ایراني استازو د لیدنې په اړه څېړنې کوي.
دفاع وزارت که څه هم د هلمند په جګړه کې د ایراني وسلو د استعمال او په دغه ولایت کې د ایراني او طالب استازو تر منځ ملاقات نه تائید او نه هم ردوي، خو ټینګار کوي چې په دې اړه به بشپړې څېړنې وکړي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل له شک پرته ځیني ګاونډیان او د سیمې استخباراتي کړۍ له طالبانو سره هر اړخیزې مرستې کوي، خو د ایران د وروستیو مرستو په اړه به دوی پلټنې وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"په دې هکله څېړنې کېږي چې ایا ایرانۍ وسلې دلته په رښتیا کارول شوي یا نه، یا هم ایراني پلاوی هلمند ته راغلی کنه، څېړنې کوو او کله چې څېړنې کره شوې بیا بهیې شریکې کړو."
ښاغلی وزیري په داسې حال کې په دې اړه د پلټنو خبره کوي چې د هلمند والي ازادي راډیو ته ویلي چې وسلهوالو طالبانو د لښکرګاه په عملیاتو کې د ولایت پر ودانۍ مزایل ورتوغولي چې یو شمېر یې نهدي چاودېدلي او ورڅخه څرګندېږي چې په ایران کې تولید شوي دي.
د هلمند والي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغو څرګندونو تر څنګ ویلي، استخباراتي معلومات تائیدوي چې د ایران رژیم او د وسلهوالو طالبانو استازو په ګرمسېر ولسوالۍ کې سره لیدلي، خو جزئیاتیې نهدي څرګند.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د فراه د ولایتي شورا رئیسې جمیلې امیني ازادي راډیو ته تائیده کړې وه چې ایران ځینې پرمختللې وسلې طالبانو ته ورکړي چې د فراه اوسېدونکي او په دغه ولایت کې دوی یې اندېښمن کړي دي.
امیني: ایران د فراه ولایت نا امنیو کې لاس لري
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر راواخلو، خو بریالي نهشوو، خو له دې وړاندې ایراني چارواکو په افغانستان کې هر ډول مداخله رد کړې وه.
بلخوا د افغانستان د ولسي جرګې غړي د هلمند د والي وروستۍ څرګندونې تائیدوي وايي، ایرن هڅه کوي د افغانستان د جنوب لوېدیځ حوزې په بېثباته کولو سره د لویو پروژو مخه ډب کړي.
د دغې جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی نواب منګل وايي، افغان حکومت او د هغه نړیوال متحدین دې پر ایران سیاسي فشار راوړي، څو د طالبانو له ملاتړ څخه لاس په سر شي.
نوموړي زیاته کړه:
"نړیوالو متحدینو امریکا او ناټو چې له افغان حکومت سره امنیتي تړونونه لري، دوی مکلفیت لري د افغانستان دښمنان چې په ګاوڼدیو هېوادونو کې اوسېږي او هلته تجهیز کېږي، د دوی په کوربه هېوادونو باندې سیاسي او ډيپلوماتیک فشارونه راوړي چې له دې ډول لاسوهنو څخه لاس په سر شي."
په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړی صالح محمد صالح سپارښتنه کوي چې افغان حکومت دې له ګاونډیانو او نړیوالو متحدینو سره پر خپل بهرني سیاست له سره کتنه وکړي او داسې تعادل دې رامنځته کړي چې دغه هېواد د پردیو د نیابتي جګړو ښکار نهشي.
د یادونې ده چې افغان حکومت ډېر ځله د دغه هېواد په چارو کې د ایران د لاسوهنې په اړه په بېلابېلو مواردو کې د څېړنو خبره کړې، خو د دغو څېړنو پایلې کله هم د کوم دولتي ارګان لهخوا له خلکو او رسنیو سره نهدي شریکې شوي.
راپور: رحمتالله افغان