د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

ټرمپ امریکا او نړۍ کې د ده پر ضد د ښځو له لاریونونو ملاتړ وکړ


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په امریکا او نړۍ کې د ده پر ضد د ښځو له لاریونونو ملاتړ اعلان کړی، خو په یوه طنزي بیان کې یې پر هغوی ټوکې هم کړې دي.

ټرمپ په یوه بیان کې چې پرون‌یې پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړ ویلي، دی د هغو سلګونه زره ښځو حق په رسمیت پېژني چې د ده پر ضد په واشنګټن کې د ښځو د مارش په ملاتړ یې په ټوله نړۍ کې لاریون کړی.

ټرمپ ویلي سوله‌ییزې مظاهرې د امریکا د ډموکراسۍ نښه ده.

دی زیاتوي زه د ټولو هغو وګړو حق په رسمیت پېژنم چې خپل نظریات څرګندوي.

د ټرمپ د دې بیان لحن د ده د یوه بل بیان له طنزي لحن سره چې څو ساعته مخکې یې پر ټویټرپاڼه خپور شو، توپیر درلود.

ټرمپ په خپل مخکني بیان کې ویلي و، دې مظاهرو ته مې چې وکتل دا تصور راته پیدا شو چې موږ خو اوس اوس انتخابات وکړل او دې خلکو ولې رأیې نه‌ورکولې.

د راپورونو له مخې په واشنګټن کې د ښځو د لاریون د ګډونوالو شمېره د ټرمپ د لوړې مراسمو د ګډونوالو تر شمېرې زیاته وه.

دې راپورونو چې د ټرمپ د لوړې د مراسمو د ګډونوالو شمېره د اوباما د لوړې د مراسمو د ګډونوالو تر شمېرې کمه وه، د سپینې ماڼۍ سخت غبرګون راوپاراوه.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وویل چې رسنۍ د دواړو غونډو د ګډونوالو د شمېرو په اړه ناسم راپورونه ورکوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر

نوموړي زیاته کړه:

"د لوړې د مراسمو تصویرونه، په تېره د ټویټر په یوه خاص پوست کې داسې جوړ شوي دي چې په نېشنل مال سیمه کې د لوړې د مراسمو د ګډونوالو شمېر کم ښيي."

سپایسر ټینګار وکړ چې د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې د ګډونوالو شمېره په تاریخ کې تر ټولو لوړه وه.

د ټرمپ وروستۍ وینا د هغو څه باندې یو میلیون خلکو د اعتراضیه مظاهرو په وړاندې د امریکا د نوې ادارې رسمي غبرګون دی چې د امریکا په واشنګټن او نورو ایالتونو او همداراز د نړۍ په څو ښارونو کې د جنوري په ۲۱ نېټه د ټرمپ له لوړې یوه ورځ وروسته وشوې.

XS
SM
MD
LG