د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۲

د خوست قلندر اوسېدونکي: ولسوالۍ مو باید خپلې سیمې ته ولېږدول شي


د خوست د قلندر ولسوالۍ اوسېدونکي له ځايي ادارې غواړي چې د دوی ولسوالۍ دې په خپله سیمه کې فعاله کړي.

دوی زیاتوي، قلندر کې د دولتي حاکمیت نه‌شتون د دې لامل شوی چې هلته د بیارغونې کارونه ترسره نه‎شي او خلک‌يې له پرمختګونو محرومه پاتې شي.

بل لوري ته د ځايي ادارې چارواکي د خلکو غوښتنې پر ځای بولي، خو وايي چې قلندر ولسوالۍ سړک نه‎لري، نو ځکه‌يې ولسوالۍ ښار ته په نېږدې سیمه کې فعاله کړې ده.

د دوی په وینا نوي کال کې به قلندر ته سړک جوړ شي او د سړک له جوړولو سره جوخت به هلته د ولسوالۍ ملکي او پوځي ادارې ولېږدول شي.

د قلندر ولسوالۍ یو تن قومي مشر حمیدګل منګل ازادي راډیو ته د یادې سیمې د خلکو غوښتنو د وړاندې کولو تر څنګ وايي، که د دوی ولسوالۍ خپل موقعیت ته ولېږدول شي، نو ځايي خلک به دوی سره د امنیت په ګډون په ټولو برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

حمیدګل منګل زیاتوي:

"د قلندر سیمې د خلکو اساسي ستونزه دا ده چې هلته دولتي حاکمیت شتون نه‎لري، ولسوالۍ په مرکز کې فعاله ده، د پرمختګ مخه دې نیولې چې ولسوالۍ په خپل ځای کې نه‎ده، موږ ان قلندر ولسوالۍ ته خام سړک هم نه‌لرو، د ولسوالۍ تعمیر نه‌لرو، زموږ د قلندر خلک په هلمند کې جنګېږي، عسکري په کونړ کې کوي، نو په خپل نېږدې قلندر کې به هم عسکري وکړي او د خپلې ولسوالۍ ساتنه به وکړي."

د یادې ولسوالۍ یو بل تن قومي مشر عبدالحنان هم د خپلو خلکو د غوښتنو او ستونزو یادونه کوي:

"که زموږ ولسوالۍ په خپل اصلي موقعیت کې فعاله شي، موږ د ولسوالۍ مشرانو کشرانو د حکومت نه ملاتړ کړی دی او کوو يې، نه سړکونه لرو، نه صحي اوبه لرو، نه کلینیکونه لرو، ښوونځي نه‌لرو، د قلندر خلک د سختو مشکلاتو سره مخامخ دي، سړک هلته وجود نه‌لري، کرنیزې ځمکې لري خو اوبه او بندونه نه‌لري."

په ولایتي شورا کې د منګلو د سیمو څخه یو تن استازی قدیم افغان په خپلو خبرو کې د قلندر سیمې د خلکو غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي چې خپلې اصلي سیمې ته د ولسوالۍ انتقال د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه ده.

قدیم افغان وايي:

"د خلکو غوښتنې دا دي چې ولسوالۍ دې د قلندر خپل اصلي موقعیت ته انتقال شي، دا یوه لسیزه کېږي هغه کارونه چې باید یوې سیمې ته وشي دوی ته نه‌دي شوي، دوی سړک نه‌لري، د څښاک د اوبو مشکلات لري، د صحت په برخه کې ستونزې لري، فعال کلینیکونه نه‌شته، که وي نو تش په نوم به وي، مکتبونه که وي تعمیر نه‌لري، استادان نه‌شته، دا ستونزې دي."

د قلندر ولسوالۍ له نېږدې یوې لسیزې د خوست د متون مېنې په سیمه کې چې د ورغه کلي سره په څنګ کې پرته ده، موقعیت لري.

د ولسوالۍ د اداري چارو د پر مخ بېولو لپاره د یوې نسبتاً هوارې غونډې پر سر څو کانټینرونه اېښودل شوي دي.

د قلندر ولسوال ورېښمین ګل بشري وايي، د ولسوالۍ په اصلي سیمه کې دولتي حاکمیت نه‌شته او د ځايي ادارې په لزومدید له دې ځایه د ولسوالۍ د خلکو ځینو اړتیاوو ته رسیده‌ګي کوي.

د قلندر ولسوال ورېښمین ګل بشري
د قلندر ولسوال ورېښمین ګل بشري

ورېښمین ګل بشري زیاتوي:

"د خلکو مشکلات د شوراګانو په واسطه حل و فصل کوو، تاسو وینئ چې دا د مرکز ساحه ده، خو د دولت لزومدید دی، دلته فعلاً د ورغه کلي په ساحه کې پراته یو، په قلندر کې هېڅ اداره نه‌شته."

بل‎خوا د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې ولسوالۍ يې له دې کبله د ښار اړوند سیمې ته لېږدولې چې قلندر ولسوالۍ سړک نه‌لري.

نو له سړک پرته امنیتي ځواکونو او ملکي ادارو ته په یاده غرنیزه سیمه کې اکمالات ستونزمن دي.

نوموړی ډاډ څرګندوي چې په نوي کال کې قلندر ته سړک په پلان کې دی او د سړک په جوړېدو سره به ولسوالۍ یادې سیمې ته ولېږدول شي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ
د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ

مبارز محمد ځدراڼ زیاتوي:

"د ولسوالۍ د یو ځای نه بل ځای ته انتقال یوازینی لامل دا دی چې دا ولسوالۍ په ډېرو لیرې درو کې موقعیت لري، نو ستونزمنه به وي چې د سړک د نه‌شتون له کبله زموږ امنیتي ادارې په وخت او زمان هغه ځای ته اکمالات وکړي، نو پر دې اساس زموږ د ولسوالۍ د انتقال چارې تر اوسه ځنډنۍ شوي، زه ستاسو د رسنیو له لارې په ډاډ سره وایم چې د سړک د بشپړولو په وروستۍ مرحله کې به موږ او تاسو د دې شاهدان وو چې قلندر ولسوالۍ به هم زموږ د نورو ولسوالیو په شان په خپل پخواني موقعیت کې به قرار ولري او هلته به زموږ ملي بیرغ رپانده اوسي."

مبارز محمد ځدراڼ دا هم وویل چې ځايي اداره په یاده ولسوالۍ کې د بیارغونې کارونو ته ژمنتیا لري او خلک کولای شي، خپلې اړتیاوې او غوښتنې له دوی سره شریکې کړي.

د نوموړي په وینا د خوست سیمه‌ییزه اداره د بیارغونې برخه کې د ولسوالیو او اداري واحدونو تر منځ متوازن انکشاف او پرمختیا په پام کې نیسي او د همدې اصل په رڼا کې خپلې برنامې پلې کوي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG