د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

غني: پیر ګېلاني د سولې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پیر سید احمد ګېلاني د افغان ولس یو مصلح شخصیت و او د ده په مشرۍ د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

ښاغلي غني دغه خبرې د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د سولې عالي شورا د رئیس پیر سید احمد ګېلاني د جنازې د لمانځه له ادا کولو وروسته وکړې.

ښاغلي غني د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې هوکړه د سید احمد ګېلاني لویه لاسته راوړنه وبلله او د یادې هوکړې پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زه خاص ورنه منندوی یم ځکه چې په سختو شرایطو کې یې د ملي یووالي د حکومت بلنه او د سولې شورا مشري ومنله، په لږه موده کې د پیر صیب تر قیادت لاندې موږ له حزب اسلامي سره د سولې موافقه وکړه او د دې هوکړې تطبیق به له هغو وجایبو څخه وي چې موږ ټول ورته ګورو."

د سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګېلاني د شنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۸۴ کلونو په عمر د کابل په امنیت روغتون کې ساه ورکړه.

پیر سید احمد ګېلاني له اوو ګونو جهادي تنظیمونو له ډلې د ملي محاذ اسلامي په نوم ګوند مشر و چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو تر یرغل وروسته‌یې فعالیت پیل کړ خو نوموړی د معتدل فکر لرونکی شخص بلل کېده.

پیر سید احمد ګېلاني د ۱۳۹۴ هجري لمریز کال د کب میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سولې عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب‎اسلامي سره د افغان حکومت د سولې هوکړه چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په کابل کې لاسلیک شوه د ښاغلي ګېلاني مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.

په ورته وخت کې د پیر سید احمد ګېلاني زوی سید حامد ګېلاني په ارګ کې د خپل پلار د جنازې د لمانځه له ادا کولو وروسته له ولسمشر غني مننه وکړه چې د پلار جنازې ته‌یې اوږه ورکړه.

سید حامد ګېلاني وویل، که څه هم د پلار ځای یې څوک نه‎شي نیولای خو د ګېلاني کورنۍ به په هر ډول شرایطو کې د نظام ملاتړې پاتې شي.

نوموړی وايي:

"هیله لرم چې د خپل هېواد د مشرانو تر قیادت لاندې په هر ډول شرایطو کې د افغانستان د ساتنې، ملي حاکمیت او خلکو ته د خدمت جوګه شو او د الله پاک رضا لاسته راوړو."

که څه هم لا تر اوسه په دې اړه معلومات نه‌شته چې د سولې عالي شورا د مشر په ټوګه به د نوموړي ځای ناستی څوک وي خو د ولسي جرګې اداري پلاوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې یاد مسؤلیت باید د پیر سید احمد ګېلاني په څېر داسې شخصیت ته وسپارل شي چې بې‌طرفه وي او د جګړې پر ښکېلو خواوو پوره اغېز ولري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG