د خېبر پښتونخوا په پېښور کې د کورمې اېجنسۍ د قبایلي سیمې زدهکوونکو او ځوانانو د پاړهچنار د وروستۍ ترهګریزې پېښې پر خلاف مظاهره وکړه.
دا مظاهره چې د یکشنبې په ورځ د پېښور پرېس کلب مخې ته جوړه شوې وه، په پېښور کې د کورمې اېجنسۍ د بېلابېلو سیمو لسګونو زدهکوونکو پهکې برخه اخیستې وه.
دوی دا ترهګریزه پېښه وغندله او له حکومتهیې وغوښتل چې د ترهګرو پر ضد دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دا مظاهره د هغې بمي چاودنې پر خلاف شوې وه چې د شنبې په ورځ د کورمې اېجنسۍ مرکز پاړهچنار په سبزي منډيي کې شوې وه او لږ تر لږه ۲۴ کسانيې وژلي او ۵۵ نور یې ټپیان کړي و.
د مظاهرې ګډونوالو د پاړهچنار د بمي چاودنې او په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد نارې وهلې او له حکومتهیې غوښتل چې د ترهګرو پر ضد دې کوټلي اقدامات وکړي.
د دغې مظاهرې یو ګډونوال فیاض علي د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې وویل چې حکومت د ترهګرۍ په مخنیوي کې پاتې راغلی:
"یوه هفته چې مخکې پاړهچنار ته تلم، نو په چک پوسټ باندې زما بیک ۱۸ـ۲۰ وارې زما بیک چک شو، دې نه علاوه دا وسلهوال چې ننوځي بم سره او په ښار کې چاودنه کوي، نو دا څنګه ننوځي؟ موږ د حکومت نه دا پوښتنه کوو چې دوی څنګه ننوځي؟ دې نه معلومېږي چې دا پولیټیکل انتظامیه او هغه کسان چې په چک پوسټ ولاړ دي، دوی ناقص دي."
د پاړهچنار د ځايي حکومتي چارواکو په وینا، د بمي چاودنې ټپیانیې د پاړهچنار او مرګوني هغهیې د پېښور حکومتي او پوځي روغتونونو ته د درملنې لپاره وړي دي.
د کورمې اېجنسۍ یوه زدهکوونکي علي جان همدې ټکي ته په اشاره له حکومته وغوښتل چې په سیمه کې دې د روغتونونو نظم ښه کړي او په خبرهیې چې هلته دوی بیا بیا د ترهګرۍ ښکار کېږي او بیا د درملنې لپاره پېښور او نورو لیرو سیمو ته سفر کوي:
"داسې قسم واقعات چې وشي، نو کوم خلک چې سخت ټپیان وي او پېښور ته تلو کې مړه شي د دې حوالې سره زموږ دا مطالبه ده چې هلته دې روغتونونه ورغول شي چې بیا داسې پېښو نه پس بیا خلکو ته بنیادي سهولتونه ورسول شي."
په دغې مظاهره کې یو شمېر هغه ځوانان هم شامل و چې د پاړهچنار په دې بمي چاودنه کې یې خپل خپلوان مړه او یا ژوبل شوي و.
یو ګډونوال سهیل عباس وايي چې تر دغې بمي چاودنې مخکې یې هم ګڼ شمېر خپلوان په ترهګریزو پېښو کې وژل شوي او پر حکومت غږ کوي چې د دغو پېښو مخنیوی دې وکړي.
ښاغلی عباس زیاتوي:
"دا د پلار واحده سهاره وه، د پلار سهاره جوړه شوې وه هغه سره بهیې کار کولو منډيي کې سبزي بهیې ورسره خرڅوله."
د یادونې وړ ده چې پاړهچنار افغان پولې ته څېرمه د کورمې اېجنسۍ مرکز دی چې ډېری اوسېدونکي یې شیعهګان دي او وخت نا وخته پهکې بمي چاودنې، هدفي وژنې، مذهبي تاوتریخوالی او نورې ترهګریزې پېښې کېږي چې ډېری قربانیانیې شیعهګان وي.
راپور: ذبیح مومند