د پکتیکا ولایت مدني فعالان او قومي مخور وايي چې د یاد ولایت په خلکو کې د نجونو د زدهکړو لېوالتیا پیدا شوې او غواړي چې لوڼې او خویندې يې ښوونځي ته ولاړې شي، خو هغوی لپاره کلتوري شرایطو ته په کتو د ښوونې روزنې لازم شرایط نهدي برابر شوي.
دوی وايي، یوازې د پکتیکا د پراخ ولایت د مرکز په ګډون په درېیو ولسوالیو کې د نجونو لېسې شته او پاتو سیمو کې حتی د نجونو منځني ښوونځي هم وجود نهلري.
د مدني فعالانو په خبره په پکتیکا کې د نجونو لپاره د زدهکړو د امکاناتو کمښت د دې لامل شوی چې هلته زرګونه نجونې له ښوونې روزنې محرومې او نالوستې پاتې شي.
د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر غړی یعقوب خان منظور وايي، که چېرې د پوهنې اداره په استثنايي امتیازاتو ځینې ښځینه ښوونکې راوغواړي، نو په یاد ولایت کې به د نجونو د زدهکړو بهیر په ډېرې چټکۍ پر مخ ولاړ شي.
یعقوب خان منظور زیاتوي:
"د پکتیکا د مرکز او درېیو ولسوالیو پرته نور په ټولو ولسوالیو کې حتی منځنی ښوونځی هم نهشته، موږ تاسو وینو چې د پکتیکاوالو یوه اساسي غوښتنه هم دا ده چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي جوړ شي، زما وړاندیز دا دی چې د نورو ولایتونو ښځينه ښوونکو ته په دې ځای کې د اوسېدو لپاره نمرې ورکړل شي او امتیازاتيې هم د نورو په پرتله لږ زیات په پام کې ونیول شي."
مدني فعال اکبر راحل وایي، اوسمهال خلک لېواله دي چې په خپلو نجونو زدهکړې وکړي، خو دا کار هله کېږي چې نجونو ته د سیمې کلتوري ځانګړنو ته په پام د زدهکړو شرایط برابر شي.
ښاغلی راحل زیاتوي:
"د سي، مي په نوم د میډوافی په کورس کې ټولې همدا پکتیکاوالې نجونې وې چې دوه کلنې زدهکړې يې وکړې، علتيې دا وو چې هلته ورته د زدهکړو زمینه مساعده وه، که د پوهنې ریاست په لوړ امتیاز له نورو ولایتونو ښځینه ښوونکې را استخدام کړي، دلته د ښوونکو په ښارګوټي کې ورته د کور لپاره یوه نمره ځمکه ورکول کېږي، تر څنګيې د ژوند نورې لومړنۍ اړتیاوې پوره کېږي، زه ډاډه یم چې دا کار کېدونکی دی او بریالی دی."
قومي مشر جمیل غاور وایي د پکتیکا ډېری نجونې، له دې کبله له زدهکړو بېبرخې دي چې هغوی ته د تعلیم مناسب شرایط نهدي برابر شوي.
ښاغلی غاور وايي:
"تر اوسه حتی موږ د نجونو په نوم د ښوونځيو سهولتونه نهلرو، بیا دې هغه په ترتیب سره متوسطې او لېسې ته ارتقاء وکړي، که زمینه ورته برابره شي، ښځینه ښوونکې ورته پیدا شي، ممکن دا سهولتونه پيدا شي چې د نجونو ښوونځي جوړ شي، غوښتنه مو دا ده چې چارواکي او د معارف مربوطه مسؤلین په دې حصه کې کمک وکړي او دا سهولتونه برابر کړي."
د پکتیکا د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، د پکتیکاوالو یاده غوښتنه به له وزارت سره شریکه کړي او دوی هیلهمند دي چې په دې هکله به ورسره همکاري وشي.
د پکتیکا د پوهنې ریاست اداري مرستیال عبدالرحیم اسحقزی وايي:
"موږ به د پکتیکا د ولسونو دا غوښتنه په رسمي شکل د پوهنې د محترم وزارت سره شریکه کړو، هیله لرو چې د پوهنې محترم وزارت به د ولسونو دا غوښتنه ومني او راسره همکاري به وکړي."
بل لوري ته د پکتیکا چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې يې د نجونو د زدهکړو پراخول په کاري لومړیتوبونو کې دي او په دې اړهيې د پوهنې وزارت له چارواکو سره هم خپلې طرحې شریکې کړي دي.
د پکتیکا د والي ویاند محمد رحمن ایاز وايي، چې په نوي ښوونیز کال کې به ځايي اداره په دې برخه کې پرمختګونه ولري.
نوموړی زیاتوي:
"په پکتیکا کې د نجونو د ښوونځیو ډېرېدل او لېسو تهيې ارتقاء او په لیرې اطرافي سیمو کې زدهکړو ته د نجونو لپاره د لازمو شرایطو برابرول د ولایتي ادارې د مشرتابه په کاري لومړیتوبونو کې ده، په خپله جناب والي صیب د پوهنې د محترم وزارت سره په دې اړه خبرې کړي، تر څو د امکان په صورت کې هلته یو شمېر ښځينه ښوونکې په استثنايي امتیاز وګمارل شي، همدارنګه د ځايي قومي مخور، عالمانو او د پوهنې له مسؤلینو سره په دوامداره توګه په همدې اړه کار کېږي، تر څو په یاد ولایت کې د نجونو ښوونه روزنه پراخه شي، باور لرو چې انشاءالله په نوي ښوونیز کال کې به په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه ولرو."
د یادونې وړ ده چې پکتیکا د افغانستان په سوېل ختیځ کې د پراخو ولایتونو څخه دی چې خلکيې پخوا له ښوونې روزنې وروسته پاتې وو، خو اوسمهال يې ځوانانو او ماشومانو تر ډېره زدهکړو ته مخه کړې ده.
په دې وروستیو کې په لومړي ځل لسګونه نجونې له دولسمو ټولګیو فارغې شوې او یو شمېر نجونو د قابلهګۍ زدهکړې هم ترسره کړې.
راپور: نجیبالله الوخېل