د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

اوپېک او روسیه د تېلو تولید کمېدو او بیو لوړېدو پر لارو چارو غور کوي


د تېلو د تولیدوونکو او صادروونکو سازمان اوپېک او د روسیې د تېلو او انرژۍ وزیران به نن د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د تېلو د تولید د هغه څارونکي مېکانیزم لومړنۍ نتیجې وڅېړي چې د تېلو د تولید د کمېدو او د بیو د لوړېدو لپاره د یوې موافقې له مخې رامنځته شوی دی.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر ویلي، که د تېلو بیې چې په دې وروستیو څو میاشتو کې بیا لوړې شوي، روان کال راولوېږي، د اوپېک سازمان به له دې نور هم د تېلو په تولید کې کموالی راولي.

د اوپېک سازمان د غړو او د روسیې د تېلو او انرژۍ وزیران وایي، د تېلو د تولید کمولو او د بیو د لوړولو لپاره په هڅو کې کارونه دومره ښه او په چټکۍ مخ ته ځي چې دوی یې انتظار نه‌درلود.

دغو وزیرانو دا څرګندونې د شنبې په ورځ په ویانا کې په یوې غیر رسمي غونډه کې وکړې.

نن دغه وزیران په ویانا کې د اوپېک په مرکزي دفتر کې د تېلو د تولید د کمېدو او د بیو د لوړېدو پر لارو چارو غور کوي.

بلومبرګ د روسیې د انرژۍ د وزیر الکساندر نوواک له قوله وایي چې ویلي یې دي، موږ له ټاکلي حد مخکې یو او دغو هڅو ته به دوام ورکړو.

نوواک زیاته کړه، موږ ډېر کوښښ کوو چې په بشپړه توګه د شوې موافقې په عملي کېدو کې د دې موافقې ټول ګډونوال بشپړه همکاري وکړي.

وزیرانو وویل، روسیه توانېدلې ده چې د تمې خلاف د تېلو تولید کم کړي خو سعودي عربستان، الجزایر او کویټ بیا توانېدلي دي چې له هغې زیات کم تېل تولید کړي چې شرایط‌یې د ډسمبر د لسمې په موافقه کې مشخص شوي دي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفلیح وویل، تولیدوونکو تر اوسه د ورځې یونیم میلیون بېرله تېل له بازاره کم کړي دي.

تاس خبري اژانس د روسیې د انرژۍ د وزیر الکساندر نوواک له خولې وایي چې ویلي يې دي روسیې د ورځې شااوخوا سل زره بېرله تېل کم کړي دي.

د روسیې د انرژۍ سرچینې وایي چې په اوس وخت کې د دې هېواد د تېلو د تولید اندازه د ورځې ۱۱،۱ میلیون بېرله دي.

سعودي عربستان، کوېټ، قطر، الجزایر او وینزېوېلا له روسیې او عمان سره چې د اوپېک غړي نه‌دي نن په ویانا کې پر دې غور کوي چې ایا هغو ۲۴ هېوادونو چې د ډسمبر پر موافقې لاسلیک کړی د تېلو د تولید لپاره پر خپلو ژمنو عمل کړی دی.

تولیدوونکي غواړي چې د شپږو میاشتو لپاره ۱،۸ میلیون بېرله تېل له بازاره وباسي او هیله‌مند دي چې په دې سره به د تېلو بیې لوړې او د تېلو د زیاتې عرضې کچه راکمه کړي.

وروسته له هغې چې اوپېک او یو شمېر نورو هېوادونو چې د دې سازمان غړي نه‌دي موافقه وکړه چې د تېلو تولید به کموي، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې په تېرو اتلسو میاشتو کې لوړې اندازې ته پورته شوې یعنې د یوه بېرل تېلو بیه له ۵۸ ډالرو اوچته شوې ده.

د سویس په داووس کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر ویلي چې که د تېلو بیې راولوېږي، د اوپېک سازمان غړي ښایي د تېلو تولید نور هم کم کړي.

په عین حال کې د اروپا مرکزي بانک د تېرې جمعې په ورځ وویل چې د تېلو د بیې لوړېدل به په راتلونکو دوو کلونو کې په ایرو زون کې د انفلاسیون د زیاتوالي سبب شي.

XS
SM
MD
LG