د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

مولانا سمیع الحق د افغان سولې بهیر سره مرسته کولای شي؟


د سیاسي چارو یو شمېر څېړونکي وايي چې د حقانيه مدرسې له بنسټ ایښودونکي سره د سولې پر خبرو بحث د سولې بین الافغاني هڅې تر پوښتنې لاندې راولي.

یاد کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان د جمعیت علماء د مشر په مرسته د طالبانو سره سولې ته رسېدل له حقیقته لېرې کار دی.

له دې ډلې یې فیض محمد ځلاند د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سمیع الحق څخه د سولې په پروسه کې د مرستې غوښتل اصلاً بین الافغاني پروسه تر پوښتنې لاندې را ولي.

هغه وايي چې د حقانیه مدرسې بنسټ ایښودونکی به د پاکستان له ګټو کله هم تېر نه شي.

ځلاند: مولانان سمیع الحق به هېڅ کله د پاکستان له ګټو تېر نه شي.
ځلاند: مولانان سمیع الحق به هېڅ کله د پاکستان له ګټو تېر نه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ډاکټر غني او مولانا سمیع الحق وروستۍ خبرې ممکن یو ښه حرکت وي، خو اغېز من ځکه نه دي چې ولې موږ دا بحثونه له طالبانو او د هغوی له رسمي دفتر سره چې په قطر کې دی نه مطرح کوو، پاکستانیان که هغه سمیع الحق دی او که د دوی حکومت له خپلو ملي ګټو نه تېرېږي او غواړي پر افغاني سوله پاکستانۍ ټاپه ولګوي او معامله وکړي."

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډيو ته ویلي چې له مولانا سمیع الحق سره یې په افغانستان کې د سولې په اړه ملاقات درلود او بیا ولسمشر غني هم په دې وخت کې له سمیع الحق سره ټلیفوني خبرې وکړې.

ښاغلي زاخېلوال ویلي چې افغان حکومت له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې په هېواد کې سوله او امنیت تامین شي.

یوې حکومتي سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې په دې ټلیفوني خبرو کې ولسمشر غني پر دې ټينګار درلود چې د پاکستان د جمعیت علماء د مشر نفوذ چې پر طالبانو یې لري کولای شي په افغانستان کې د سولې له ټينګښت سره مرسته وکړي.

یو شمېر رسنیو بیا داسې راپورونه هم خپاره کړي چې سمیع الحق په دې خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټنیګار کړی او هغه یې له طالبانو سره د خبرو یو شرط یاد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یو نیم کال وړاندې په اسلام اباد کې پخواني افغان سفیر جانان موسی زي هم د افغان سولې په اړه له مولانا سمیع الحق سره لیدلې و.

سمیع الحق چې د طالبانو د معنوي پلار په نوم هم یادېږي په خیبر پښتونخوا کې د حقانیه مدرسې مشري کوي، هغه مدرسه چې ډېری طالب مشران ترې فارغ شوي دي.

له دې وړاندې ولسمشر غني ویلي وو چې نور د پاکستان له حکومته د سولې په برخه کې مرسته نه غواړي بلکې پاکستان باید په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځينې غړي پر طالبانو د اغېز لپاره د سمیع الحق له نفوذه ګټه اخېستنه نیک ګام بولي.

د ولسي جرګې غړی محمد نذیر احمدزی وايي، دا چې د طالبانو مشران د حقانیه مدرسې شاګردان پاتي شوي نو له سیاسي مسایلو ورهاخوا د دې مدرسې د بنسټ ایښودونکي مرسته به له نتیجې خالي نه وي.

احمدزی: دا یو نېک اقدام دی.
احمدزی: دا یو نېک اقدام دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د جلالتماب جمهور رئیس خبرې له سمیع الحق سره نیک اقدام دی، ځکه چې طالبان اکثره د ده له مدرسې فارغ شوي او یا یې شاګردان پاتې شوي دي او هغه یو ډول نفوذ پرې لري، خو که مولانا په رښتیني توګه اسلامي وجیبه ادا کړي ډېر څه کولای شي او دا به یو نیک اقدام وي."

سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې له حقانیه مدرسې په پاکستان کې د ترهګرو د روزلو او په افغانستان کې د اسلام اباد د پوځي اهدافو لپاره استفاده کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG