د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

چارواکي: که شمال ختیځو ولایتونو ته توجه ونشي ګڼې سیمې به سقوط شي


د شمال ختیځو ولایتونو ځینې اوسېدونکي او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د دغه ولایتونو استازي، د دوی په سیمو کې د امنیتي وضعیت پر خرابېدو اندېښنه ښيي او له حکومته غواړي چې ورته پام واړوي.

د کندز، بغلان او بدخشان ولایتونو د خلکو استازیو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دغو ولایتونو ځینې ولسوالۍ اوس هم د وسله والو مخالفینو په واک کې دي او اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، که حکومت د امنیتي ګواښونو د شنډولو لپاره جدي هڅې ونه کړي، نو په راتلونکي پسرلي کې به د دغو ولایتونو ډېرې سیمې د وسله والو مخالفینو له خوا سقوط شي.

په ولسي جرګې کې د کندز ولایت استازی عبدالودود پیمان وايي، وسله وال طالبان په دشت ارچې، قلعه ذال او چهاردرې ولسوالیو کې حاکمیت لري او روزنیز پروګرامونه یې هم روان دي.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجې نظري په داسې حال کې چې وايي، د دغه ولایت د وردوج او یمګان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په واک دي، د سیمې پر وضعیت اندېښنه ښيي او زیاتوي چې روان وضعیت د نورو ولسوالیو اوسېدونکي هم له ستو نزو سره مخ کړي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجې نظري.
د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجې نظري.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه ولسوالۍ له پورته څو نورو ولسوالیو په مسیر کې دي چې یوه برخه یې کران و منجان او بله برخه یې شکاشم، واخان او شغنان پورې نښلي، اوس دغه لارې بندي دي او دولتی مامورین او اکثره خلک پرې تګ راتګ نه شي کولی، همدارنګه تېل او خواراکي مواد زموږ سرحدي سیمو ته نه رسېږي او څلورو سرحدي ولسوالیو ته مو، د دې له امله زیان لیدلی دی."

ښاغلي نظري د دغو سیمو د بېرته نیولو لپاره د حکومت لخوا پیل شوي پوځي عملیات کمزوري وبلل او هیله یې وکړه چې حکومت د روانې ستونزې اوارولو ته تدابیر جدي کړي.

بغلان، بدخشان او کندز هغه ولایتونه دي چې اوسېدونکي یې امنیتي وضعیت اندېښمن کړي او وايي چې د دې ولایتونو ځینې ولسوالۍ اوس هم، د وسله والو مخالفینو په واک کې دي.

د کندز ولایت دوه تنه اوسېدونکي، هارون او فیصل د مخالفینو پر وړاندې د حکومت له اقداماتو خوښ نه دي، دوی د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ اندېښنه داده چې عملیات پیل شول خو بې نتیجې، دا هغه موسم دی چې باید د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې پاکې شي خو هېڅ پرمختګ پکې ونه شو.

"د ژمې په دې موسم کې چې وسله وال مخالفین قوي دي او لوېې لارې بندولی شي که دوبی را ورسېږي؛ څرګنده ده چې څو ځلې به دغې لارې ترکنټرول لاندې راولي."

یو شمېر طالبانو د کندز ښار د نیولو پر مهال.
یو شمېر طالبانو د کندز ښار د نیولو پر مهال.

دا په داسې حال کې ده چې له دوه زره لومړي میلادي کال راهیسې کندز ولایت دوه ځلې سقوط کړی او ښار يې څو ورځې د وسله والو مخالفینو په واک کې و.

د کندز ښاریان: لاهم د ښار څنډو کې وسله وال طالبان حضور لري

بغلان د افغانستان بل شمال ختیځ ولایت دی چې په وروستیو کلونو کې د ډېرو ناامنیو شاهد و او وسله والو مخالفینو د دغه ولایت د مرکزي بغلان، ډنډغوري او دنډ شهاب الدین پر سیمو بریدونه کړي دي.

عبدالغفار: د مرکزي بغلان د پشه ییانو سیمې نه تر ګردابه جنګ روان دی

د بغلان د ولایتي شورا رئیس اسدالله شهباز هم د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښيي وايي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان، تاله وبرفک او بورکه په ولسوالیو کې امینتي ګواښونه موجود دي.

خو د افغانستان د د فاع وزارت ډاډ ورکوي چې د وسله والو مخالفینو د ګواښونو د شنډولو لپاره، په یو شمېر ولایتونو کې د «شفق۲» په نامه عملیات په جدي توګه روان دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د تصفیوي عملیاتو ترڅنګ، د پوځي قطعاتو د اکمالولو لپاره هم هڅې روانې دي.

وزیري: موږ په ژمې کې اکمالات کوو.
وزیري: موږ په ژمې کې اکمالات کوو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په ژمې کې اکمالات کوو او د ویجاړو شویو وسایطو پرځای نوي وسایط اکمالوو، دا ټول د «شفق۲» د عملیاتو پلانونه دي چې په ژمې کې اجراء کېږي او د پسرلي لپاره چمتو کېږو، ان شاءالله د د فاع وزارت د پسرلي لپاره د زیاتو عملیاتو تیاری نیسي."

د چارو افغان پوهان په شمال ختیځو ولایتونو کې د بې ثباتۍ اصلي لامل، د مخدرو موادو قاچاق، د غېر مسؤلو وسله والو فعالیتونه او د سیمې په کچه، د پوځي سیاستونو بدلون ګڼي.

باري عارض د دغه موضوع په بیانولو سره ټینګار کوي چې په دغو ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو د شنډولو لپاره اړتیا ده چې حکومت، د درې ګونو قواو ترمنځ همغږي زیاته او د پوځې مسلکي کادرونو په کچه، مثبت بدلونونه راولي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG