د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د پاړه چنار بمي چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېد


د کرمې اېجنسۍ په مرکز پاړاچنار کې په بمې چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېر تر ۲۰ اوښتې دی.

د کرمې مرستيال پوليټکل ايجنټ د ازادي راډيو مشال څانګې ته څو شېیې مخکې وويل چې د مړیو شمېر ۲۱ ته رسېدلي دی.

بلخوا د شيعه ګانو د ځايي تنظيم انجمن حسينیه مشر ملک سراج مشال راډیو ته ويلي، په چادنه کې ۲۶ کسان وژل شوي چې مړي يې په امام باړه کې اېښودل شوي دي.

خو د پاړاچنار روغتون ډاکټر ممتاز بيا ویلي چې تر اوسه روغتون ته اووه مړي راوړل شوي دي.

د دې پېښي مسؤلیت تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی دی، بلخوا د تحريک طالبان پاکستان حکيم الله ډلې وياند قاري سيف الله هم مشال راډيو ته ټلیفون کړی او د چاودنې مسؤلیت يې منلی دی.

پخواني معلومات:

افغان پولې ته څېرمه د کرمې ایجنسۍ ځايي چارواکي وايي چې د دې ایجنسۍ د مرکز پاړاچنار په سبزي منډوي کې بمي چاودنه شوې چې ګڼ شمېر خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاړاچنار ځایي دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د شنبې په ورځ سهار د پاړاچنار په بازار کې دننه په سبزي منډوي کې بمي چاودنه وشوه چې تر دې دمه پکې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۴۵ زیات ټپیان دي.

په کورمه ایجنسۍ کې یوه جګپوړي دولتي چارواکي اکرام الله خان فرانسپریس خبري اژانس سره په خبرو کې په دغه چاودنه کې د ۱۳ کسانو د وژنې او د ۴۵ د ټپي کېدوپخلی کړی دی.

چارواکي وايي چې د پېښې پر مهال په سبزي منډوي کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه چې له امله یې د ټپیانو او مړو شمېر ښايي زیات شي.

که څه هم اکرام الله خان فرانسپریس خبري اژانس سره په خبرو کې په دغه چاودنه کې د ۱۳ کسانو د وژنې پخلی کړی، خو پاکستاني رسنۍ بیا په دغه چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ ښيي.

له بلې خوا بیا په پاړاچنار کې یوه باخبرې ځايي سرچینې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط وویل چې د سبزي منډوي د چاودنې ټپیان د پاړاچنار ځايي دولتي روغتون ته لېږدول شوي چې د ډېرو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او همداشان یې د مړو د شمېر د پورته کېدو وېره وښوده.

په عین حال کې د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې په پاړاچنار کې د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې پوځ، ملېشه او نور امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، سیمه یې محاصره کړې، تلاشي عملیات یې کړي او ټپیان یې د هلیکوپټر له لارې له پاړاچناره بهر نورو روغتونو ته لېږدولي.

که څه هم د پاړاچنار ځايي دولتي چارواکي په دغه چاودنه کې د ۱۳ کسانو د وژنې پخلی کړی، خو تر دې دمه یې لا د چاودنې د څرنګوالي په اړه په دقیقه توګه څه نه دي ویلي، چې ایا دا بمي چاودنه وه یا ځانمرګی برید و؟.

پاړاچنار افغان پولې ته څېرمه د کورمې ایجنسۍ مرکز دی چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي او وخت نا وخته پکې بمي چاودنې، هدفي وژنې، مذهبي تاوتریخوالی او نورې ترهګریزې پېښې کېږي چې ډېری قربانیان یې شیعه ګان وي.

د پاړاچنار په سبزي منډوي کې تر دغې بمي چاودنې مخکې د ۲۰۱۵میلادي کال په دسمبر کې هم په همدې بازار کې بمي چاودنه شوې وه چې لږ تر لږه ۲۵ کسان یې وژلي او ۷۰ یې ټپیان کړي و چې ماشومان او ښځې هم پکې وې.

د پاکستان د داخله چارو وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاړاچنار په سبزي منډيي کې چاودنه غندلې او اړوندو ادارو ته یې د تحقیقاتو امر ورکړی.

د یادونې وړ ده چې ددغه بمي چاودنې مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG