د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

مدني فعالانو له حکومته د روانو حالاتو د کابو کولو غوښتنه وکړه


د هېواد په يو شمېر سیمو په ځانګړي توګه په کابل ښار کې د ځانمرګو بریدونو او چادونو زیاتوالی، زیاتره مدني فعالان او د پلازمېنې اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

يو شمېر مدني فعالان چې د جمعې په ورځ کابل کې سره- سره راټول شوي وو، د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ يې د هېواد د وروستیو نا امنیو او وژنو په تړاو خپلې اندېښنې د حکومت مشرانو ته ورسولې.

د دغو فعالانو له ډلې کنشکا ترکستاني په دغه راټولېدنه کې چې د افغانستان د مدني بنسټونو له‎خوا جوړه شوې وه د طالبانو او تروریستي ډلو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو مېړانه وستایله خو له حکومته يې د روانو حالاتو د کابو کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه:

"د کندهار ولایت وروستی خونړۍ برید ښيي چې ان رجال برجسته په‎خپل امنیت ساتلو کې پاتې راغی، د هېواد دې اساسو حالاتو ته په کتو د حکومت مشرانو او سیاسیونو ته په کار ده چې خپل منځي اختلافات او شخصي ګټې پرېږدي او په يووالي او همغږۍ سره د ملت زیانمنه کښتۍ د نجات ساحل ته ورسوي."

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په ۱۰مه نېټه د افغانستان په پلازمېنې کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې خونړي ترهګریز بریدونه وشول چې تر ۵۰ زیات کسان‌ یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

مدني فعالان وايي، دا په افغانستان کې د مرګونو بریدونو يوه وړه برخه وه چې ډېرې کورنۍ يې د ویر په ټغر کښېنولې، دوی د حکومت له مشرانو غواړي چې نور د غفلت له خوبه راوېښ شي.

خو پوښتنه اوس دا ده چې ایا په رښتیا سره د ملي یووالي حکومت په کابل او نورو ولایتونو کې د امنیت د ښه والي لپاره کومه تګ‎لاره لري او کنه؟

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم

دې پوښتنې ته د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم ځواب وايي:

"په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او د خلکو خوندیتوب د حکومت له مهمو لاسته راوړنو او مسؤلیتونو څخه ده، دې موضوع ته په کتو د افغانستان اجرائیه رئیس چې د امنیتي مسؤلینو سره کومه ناسته لرله هغوی ته لارښوونه کړې چې جدي تدابیر ونیسي ترڅو په کابل او نورو ولایتونو کې امنیت ټینګ شي."

په داسې حال کې چې د افغانستان اجرائیه ریاست په هېواد کې د امنیت ټینګښت او د خلکو خوندیتوب د ملي یووالي د حکومت لومړیتوب ګڼي خو مدني فعالان په دې باور دي چې د حکومت رهبران په‎خپلو شخصي ګټو اخته دي او ملت يې هېر کړی.

يو له دغو مدني فعالانو همایون یوسفي وايي، که د هېواد دې ناوړه امنیتي حالاتو ته د حکومت مشران جدي پاملرنه ونه کړي نو د نا امنۍ څپې به د د دوی تر دروازو هم ورسېږي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG