د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

واشنګټن کې د ټرمپ لوړې مراسمو لپاره سلګونه زره کسان راټول شوي


د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو لمانځلو يا پر وړاندې يې د لاریون کولو لپاره سلګونو زره کسان په واشنګټن کې راټول شوي دي.

د بېل کلېنټن او د هغه د مېرمنې هيلري کلېنټن په شمول چې په ولسمشريزو انتخاباتو کې د ټرمپ مخالفه وه، ګڼ شمېر نور پخواني ولسمشران او مېرمنې يې د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي.

پرون په واشنګټن کې خپلو پلويانو ته په وينا کې اويا کلن ټرمپ د امریکايانو د یو موټي کولو ژمنه وکړه.

ده وويل:

"موږ تغير غوښت، ريښتونی تغير. موږ به هغه څه ووینو چې ډېر ښه به وي. خلک په لوی شمېر کې واشنګټن ډي سي ته راغلي دي."

د لوړې په مراسمو کې به د کانګریس غړي هم وي خو د استازو جرګې يو شمېر ډیموکراټانو ويلي چې په مراسمو کې به ګډون نه‎کوي.

امنيت سخت نیول شوی او تمه کېږي د لاريون کوونکو په ګډون به تر نهه سوه زره کسانو پورې د مراسمو ځای ته ورشي.

پرون په واشنګټن کې خپلو پلويانو ته په وينا کې اويا کلن ټرمپ د امریکايانو د یو موټي کولو ژمنه وکړه.

XS
SM
MD
LG