د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

پکتیکا کې له یوه خصوصي روغتیایي مرکزه لسګونه تنه فارغ شول


د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د ډاکټر عبدالکبیر روغتیایي علومو انسټیټیوټ څخه ۶۰ تنه ځوانان فارغ شول.

دوی د لابراتوار او فارمسۍ برخو کې دوه کلنې عملي او نظري نیمه لوړې زده کړې کړي دي.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت له یاد روغتیايي مرکز څخه فارغو شوو ګډونوالو ته وویل چې د ځوانانو په شان د نجونو لپاره هم بایده دي چې روغتیايي زده کړې وکړي تر څو نورو ښځو ته وړ روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت زیاتوي:

"خوند به يې کړی وای که زموږ د وروڼو تر څنګ خویندې هم ناستې وای، ځکه دوی هغه میدان ته راوځي چې هلته خور او ورور په ګډه د دې ټولنې درملنه وکړي، شرایطو ته په کتو، پکتیکا ته په کتو او کلتوري محدودیتونو ته په کتو موږ هیله من یو چې د صحت عامې د ریاست په چوکاټ کې که میډوایفې خویندې فارغیږي، د دې خصوصي انسټیټیوټ نه به هم انشاالله زموږ خویندې فارغې شي. "

په همدې حال کې د عبدالکبیر روغتیایي علومو انسټیټیوټ مشر رحیم ګل زیارمل وویل چې انسټیټیوټ یې د فارمیسۍ او لابراتوار په برخو کې ځوانان روزي چې د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو زمینه يې هم برابره کړې ده.

دده په خبره په راتلونکې کال کې به د انستیتوت برخې نورې هم زیاتې کړي:

"نن شپیته کسان چې ۲۷ تنه د لابراتوار او ۳۳ تنه له فارمسي څخه فارغیږي او جامعې ته د خدمت لپاره انشاالله وړاندې کیږي، یاد انستیټوټ د راتلونکې کال لپاره د غاښونو د څانګې لپاره هم وړاندیز کړی دی. "

له همدې انسټیټیوټ یو تن فارغ محصل پدې خوښي څرګندوي چې له دوه کلنو زده کړو وروسته ټولنې ته د خدمت جوګه ګرځي:

"زما نوم محمد نواب دی، زه د ډاکټر عبدالکبیر د روغتیايي علومو له مرکز څخه فارغ شوی یم، دوه کلن تحصیلات مې سرته ورسول، نو زه به کوښښ وکړم تر څو خپلو ولس ته ډېر خدمت وکړم، خصوصاً د خپلې ولسوالۍ خلکو ته، موږ ډېرې ښې نظري او عملي زده کړې کړي دي او ښه نتیجه مو اخیستې ده. "

په پکتیکا ولایت کې له یوه روغتیایي انسټیټیوټ څخه په داسې حال کې ۶۰ تنه محصلین فارغیږي چې له دې څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې لسګونه قابلې د قابله ګۍ له مرکزه فارغې شوې او دا مهال يې د یاد ولایت په روغتیايي مرکزونو کې دندې پیل کړي دي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG