د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

شریف: قبايلي سیمو کې د ترهګرو مرکزونه او شبکې له منځه تللي


په داسې حال کې افغان حکومت یو ځل بیا تور لګولی چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي مرکزونه دي، د دې هېواد وزیر اعظم نواز شریف دا تورونه رد کړي او وايي، په‎خپل هېواد کې یې د ترهګرو شبکه ختم کړې او افغان پولي ته څېرمه یې د ترهګرو مرکزونه له‎منځه وړي دي.

ښاغلي شریف دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې څو ورځې مخکې د افغانستان حکومت په دې هېواد کې تر خونړیو بریدونو وروسته یو ځل بیا تور ولګاوه چې دا بریدونه د افغانستان له پولو بهر تنظیم شوي وو او ویې ویل چې لا هم په قبایلي سیمو کې د ترهګرو خوندي مرکزونه شته دي.

خو وزیر اعظم نواز شریف د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې نړېوال اقتصادي فورم ته د وینا پر مهال وویل چې له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې یې په قبایلي سیمو کې د ترهګرو پر ضد په پوځي عملیاتو کې پر خپله خاوره ترهګر ځپلي او مرکزونه يې ورته له‎منځه وړي دي.

نوموړی په دې اړه وویل:

"په ۲۰۱۴میلادي کال کې موږ د ترهګرو ټوله شبکه ختمه کړې او د قبایلو په سرحدي سیمو کې مو د هغوی ټول مرکزونه له‎منځه یووړل. "

په سویس کې نړېوال اقتصادي فورم ته د ښاغلي شریف تر وینا څو ورځې مخکې د افغانستان په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې خونړي ترهګریز بریدونه وشول چې په دې هېواد کې یې د عرب اماراتو د سفارت د ۵ ډيپلوماټانو او د کندهار د مرستیال والي په ګډون تر ۵۰ زیات کسان ووژل او لسګونه نور يې ټپیان کړل.

د افغان حکومت دولتي او امنیتي چارواکو تر دغه بریدونو وروسته وویل چې دا بریدونه د افغانستان له پولو بهر پلان شوي وو او ادعا یې وکړه چې په قبایلي سیمو کې لا هم د ترهګرو خوندي مرکزونه شته چې د افغانستان پر ضد کارېږي.

خو د پاکستان حکومت د افغان چارواکو دغه ادعا رد کړه او ټینګار یې وکړ چې په قبایلي سیمو کې یې ټول ترهګر ځپلي او د ګاونډیو هېوادونو پر ضد یې د خپلې خاورې د نه کارېدو ژمنه تکرار کړه.

نواز شریف همدا راز په سویس کې دغه نړېوال اقتصادي فورم ته په وینا کې همدې ټکي ته اشاره وکړه، خپله خاوره یې له ترهګرو پاکه اعلان کړه او پر نړېوالو یې غږ وکړ چې په هېواد کې یې پانګونه وکړي.

د افغان حکومت له خوا پر پاکستان د لګولو شویو تورونو په لړ کې پر نواز شریف سربېره د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا هم د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا دا تورونه رد کړل او امن او باثباته افغانستان یې تر ټولو زیات د پاکستان په ګټه وباله.

ښاغلي ذکریا همداشان ادعا کړې چې ځینې عناصر د افغانستان او پاکستان اړیکي خرابول غواړي، خو په دې لړ کې یې د کوم هېواد یا ادارې نوم نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم په افغانستان کې تر خونړیو ترهګریزو بریدونو وروسته ویلي و چې په افغان پولي ته څېرمه لا هم د ترهګرو خوندي مرکزونه شته دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG