د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

پاکسان وايي د امریکا نوي حکومت سره به یې اړیکې پراخې او ښې شي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرکنده کړې چې د امریکا له نوي حکومت سره به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پراخې او ښې شي.

د یاد وزارت ویاند نفیس ذکریا د پنجشنبې په ورځ په خپلې اوونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې پاکستان او امریکا له پخوا راهیسې ستراتېژیکي، د ترهګرۍ د مخنیوي، ساینس او ټیکنالوژی او په یو شمېر نورو برخو کې نېږدې اړیکې لري.

ښاغلي ذکریا دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې ټاکل شوې ده نن د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هېواد ۴۵ ولسمشر په توګه سوګند پورته کړي.

که څه هم د امریکا د نوي منتخب ولسمشر د سوګند پورته کولو غونډې ته د پاکستان کوم حکومتي چارواکي نه دي غوښتل شوي، خو د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا هیله ښودلې چې د امریکا له نوي حکومت سره به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پراخې او ښې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا

ښاغلی ذکریا په دې اړه وايي:

"موږ له هغوی سره یوځای کار کول غواړو، ډېرې داسې شعبې دي چې د دواړو هېوادونو مفاد او ګډ مقصدونه او مسئلې دي. نو دا تل پاتې شوې او د خپلمنځي مرستې او همکارۍ له لارې مو تعلقات مخ پر وړاندې وړي. موږ هیله لرو چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پراخې او ښې شي."

نوموړي همداشان وویل چې د سیمې د سولې او امنیت او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو نېږدې همکاري مهمه او ضروري ده.

په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ نوی حکومت په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې په تېر وخت کې د دې هېواد حکومت له پاکستان نه بیا-بیا غوښتي چې په دغه هېواد کې دې د حقاني شبکې د وسله‎والو په ګډون د ټولو ترهګرو پر ضد عملیات وکړي.

که له یوې خوا امریکا بیا بیا له پاکستانه غوښتي چې په‎خپل هېواد کې دې د ټولو ترهګرو پرضد ګامونه پورته کړي، نو له بلې خوا بیا پاکستان پر خپله خاوره د ترهګرو د مرکزونو شتون ردوي او ټینګار کوي چې په پوځي عملیاتو کې یې ټول ترهګر په نښه کړي دي.

د سیاسي چارو ځیني کارپوهان همدې ټکو ته په اشاره وايي چې دغې مسئلې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې رامنځته کړي او ښايي نوی حکومت هم له پاکستانه ورته غوښتې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه رحیم الله یوسفزي د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې په دې اړه ویلي، د ترهګرو د ځپلو په لړ کې ښايي د امریکا غوښتنې لا زیاتې شي.

د سیاسي چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی
د سیاسي چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی

نوموړی وايي:

"امریکایان به دا غواړي چې افغانستان کې چې کوم حالات دي، هغه کې پاکستان نور ګامونه پورته کړي چې افغانستان کې امن راشي. هغوی به دا غواړي چې پاکستان یا طالبان د خبرو مېز ته راولي یا د هغوی پر ضد عملیات وکړي. دا غوښتنې به د حقاني شبکې په حقله زیاتېږي. نو پاکستان خو خپله دفاع کوي خپل دلیل ورکوي، ځکه دا نه غواړي چې د افغانستان جنګ په پاکستان کې ښکېل کړي، خو دا ده چې د امریکا مطالبات او غوښتنې به زیاتېږي چې له وجې په یې زموږ «د پاکستان او امریکا» اړیکې خرابېږي."

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څو ورځې مخکې یو ځل بیا ویلي و چې افغانستان ته څېرمه په قبایلي سیمو کې لا هم د ترهګرو مرکزونه موجود دي، خو پاکستان د امریکا ادعا رد کړه او ویې ویل چې خپله خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارېدو ته نه پریږدي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG