د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

کارپوهان: د افغانستان وضعیت به د امریکا نوي حکومت ته ستونزمن وي


په‎داسې حال کې چې نن د جنورۍ شلمه په امریکا کې واک له دیموکراټانو څخه جمهوري غوښتونکو ته انتقالېږي، افغان مشران د واشنګټن د همکارۍ د دوام او لا پراخېدو هیله لري.

دوی تمه لري چې د امریکا نوې اداره به په سیمه کې د ترورېزم د ځالو له‎منځه وړلو ته لا ډېر پام وکړي.

افغان چارواکو په وار- وار پاکستان تروریستي ځالو ته په پناه ورکولو، تجهیز او په وسلو سمبالولو یې تورن کړی دی.

د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري پرون په کابل کې خبریالانو ته ویلي جې د کابل او واشنګټن اړیکې سټراټیژیکې او د ګډو ګټو او هم ګډو ګواښونو باندې متمرکزې دي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

ښاغلي چخانسوري وايي:

"د امریکا او افغانستان اړیکې بنسټیزې دي او پر ګډو ګټو او ګواښونو ولاړې دي. په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان او امریکا اړیکې د دوو همکارانو سټراټیژیکې اړیکې وې او د امریکا له نوي ادارې سره به دا اړیکې لا ښې شي. تاسو شاهد یاستئ چې د افغانستان ولسمشر د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې."

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي هم هیله ښودلې چې د امریکا نوی حکومت به د افغانستان د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره خپله همکاري تنظیم او پر پاکستان به لا ډېر فشار راوړي.

مجیب الرحمن رحیمي یو ځل بیا پاکستان د ترورېزم په ملاتړ تورن کړ.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي
د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي

نوموړی وايي:

"هیله من یم چې دا همکاري دوام وکړي او د دې همکاریو لازمه دا ده چې پر پاکستان په سیمه کې د ترورېزم د حامي په توګه فشار راوړل شي. ښاغلي ټرمپ په خپلو انتخاباتي مبارزو کې دې مسئلې ته اشاره کړې وه. هیله لرو چې د امریکا نوې اداره د افغانستان د پوځي وضعیت په درک کولو سره له افغان حکومت سره خپله همکاري تنظیم کړي."

ډونالد ټرمپ که څه د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال د افغانستان په اړه څه نه وو ویلي، خو تر هغه وړاندې یې ویلي وو چې واشنګټن به په افغانستان کې خپل پوځي حضور وساتي ځکه په ګاونډ کې یې اټمي وسله لرونکی پاکستان موقعیت لري.

په واشنګټن کې د سیاسي چارو افغان څیړونکی محمد شفیق همدم له ازادي راډیو سره پر ټیلیفون وویل چې افغانستان او امریکا سټراټیژیکې اړیکې لري، خو د ده په وینا ښاغلي ټرمپ وروسته له هغه چې استخباراتو معلومات ورکړل، په خپلو وروستیو څرګندونو کې د افغانستان د ناسم وضعیت څخه ناخوښي وښوده.

په واشنګټن کې د سیاسي چارو افغان څیړونکی محمد شفیق همدم
په واشنګټن کې د سیاسي چارو افغان څیړونکی محمد شفیق همدم

همدم وایي:

"هغه محرم خبرې چې د استخباراتو له‎خوا د افغانستان په اړه ټرمپ ته ورکړل شوي، د ده په وینا ډېر حیرانوونکي دي او افغانستان په ډېر بد وضعیت اخته دی. که څه هم ده ډېره تبصره نه‎ده ورباندې کړې ځکه محرم اسناد دي، خو ډېره اندیښنه یې ښودلې چې څه پانګه ونه دوی په افغانستان کې کړې مطلوبه نتیجه نه‎لري."

د ښآغلي همدم په خبره همدې ټکو ته په کتو داسې ښکاري چې ټرمپ د افغانستان له وضعیته خوښ نه‎دی او ښایې د افغانستان په اړه د امریکا پالیسۍ بدلې شي.

ډونالډ ټرمپ داسې مهال سپینې ماڼۍ ته ورځې چې امریکا د نورو نړیوالو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې خپلې تر ټولو اوږدې جګړې ته لا هم دوام ورکوي.

په دې وروستیو کې درې سوه امریکایې سرتېري د افغانستان نارام جنوبي ولایت هلمند ته واستول شو.

د امریکا دفاع وزارت ته د ټرمپ نوماند جیمز ماتیس په دې وروستیو کې ویلي چې که دی د دفاع وزیر په توګه وټاکل شي پر پاکستان به فشار راوړي چې د هغو وسله‎والو ډلو فعالیت ودروي چې د پاکستان د خاورې په استفادې د افغانستان امنیت ګواښي.

دا چې د ټرمپ په راتلو سره به واشنګټن د افغانستان په وړاندې په خپلو تګ‎لارو کې څه بدلون راولي؟ د وخت په تېرېدو به معلومه شي.

XS
SM
MD
LG