د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

محمد اسماعیل قاسمیار: د سولې فضا سړه او سناریو یې غمجنه شوې


د افغانستان د سولې عالي شورا ټینګار کوي چې افغانستان د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو تر منځ د جنګ په ډګر اوښتی او د ګاونډیو او سیمې د یو شمېر هېوادونو څو اړخیزو ناستو د سولې پروسه پېچلې کړې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د پنجشنبې په ورځ د سولې، رسنۍ او ښې حکومتوالۍ په یوې خبري ناسته کې وویل، د سولې فضا سړه او سناریو یې غمجنه شوې ده.

ده ټینګار وکړ چې په هېواد کې د سولې او ثبات تأمین، سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا لري.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار
د افغانستان د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:

"موږ د سولې عالي شورا لرو، خو سوله نه‎لرو، دوه جمع دوه څلور کېږي او معنی یې دا ده چې د سولې عالي شورا، سوله رانه‌وسته. ایا دا د سولې د عالي شورا او ان د حکومت له واکه پوره ده؟ ایا افغانستان په یوازیتوب کولای شي چې سوله راولي؟ دلته سیمه‌ییزه همکاري او نړیواله اجماع په‌کار ده، دلته د مسئلې د اصلي لوبغاړو همکاري په‌کار ده چې رښتینې اراده وکړي."

قاسمیار وویل، سوله په معنی کې یو ستر جنګ دی او نن د روسیې له فعالېدو سره د دغې لوبې ستر مفهوم نور هم څرګند شو چې د افغانستان د سولې د مسئلې تر شا نور څه هم شته.

ده انتقاد وکړ چې په هېواد کې له څو کلونو راهیسې د ایساف او ناټو ځواکونو له موجودیت سره سره بیا هم تاوتریخوالی کم نه‎شو او د ده په خبره د هېواد له پولې اخوا د وسله‎والو مخالفینو مرکزونه، د سولې د ټینګښت د لارې بله ستونزه ګڼل کېږي.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د افغانستان د سولې اړوند، تر اوسه څو درې اړخیزې او څلور اړخیزې ناستې په هېواد کې دننه او بهر جوړې شوې خو د خلکو او کارپوهانو په خبره، دغو ناستو کومه نتیجه نه‌ده ورکړې.

په دغې ناسته کې چې د سولې، رسنۍ او ښې حکومتوالۍ د انسټېټیوټ له‎خوا جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، سیمه‌ییزو ارګانونو د اداري او د تل‌پاتې سولې د مطالعاتو د سټراتیژیک مرکز مسؤلینو په‎کې برخه لرله او سوله‌یې د افغانستان د خلکو اړتیا وبلله.

د سولې، رسنۍ او ښې حکومتوالۍ د انسټېټیوټ د پروګرامونو رئیس حمید اکبر د سولې د ټینګښت په اړه د خلکو او حکومت تر منځ اړیکې کمزورې وبللې خو د دواړو لورو د اړیکو په نېږدیوالي یې ټینګار وکړ.

نوموړی وايي:

"موږ دلته یو مهم جوړښت لرو او د سولې عالي شورا چې په هېواد کې دننه د سولې لپاره کوم پروګرامونه لري، غواړو چې ځیني پروګرامونه‌یې په ګډه سره پر مخ بوزو. د دواړو بنسټونو ظرفیتونه یوځای کړو څو په راتلونکو فرصتونو کې ورڅخه سمه ګټه پورته شي."

بل‎خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالې مژګان مصطفوي وړاندیز وکړ چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره اړینه ده چې رسنۍ د سولې موضوعګانې د جنګ پر ځای وکاروي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالې مژګان مصطفوي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالې مژګان مصطفوي

د سولې عالي شورا د دغو اندېښنو تر څنګ وايي چې نوې ستراتیژي یې د پخوانیو تجربو او د ځینو کورنیو او بهرنیو بنسټونو په مشورو چمتو کړې او هیله ده چې د جنګ د پاې ته رسېدو او سولې او ثبات په راوستلو کې اغېزمنه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG