د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د ژمي په موسم کې د ماهي ښکار او میله 


که څه هم په نړۍ کې د ماهیانو د ښکار او پخولو لسګونه طریقې موجودې دي، خو د ښکار لپاره یې څو مشهورې او دودیزې طریقې شته چې د منځنۍ اسیا په ګڼو هېوادونو کې له همدغو طریقو کار اخیستل کېږي.

ډیری خلک د ماهیانو ښکار د جال په وسیله کوي، ځیني یې د ځانګړیو چنګکونو په وسیله نیسي او ځیني نور یې د برېښنا په وسیله شارټوي او نیسي یې.

په افغانستان کې هم د جال، چنګک، برېښنا شارټ او خټینو بمونو طریقې موجودې دي چې ځیني یې ضررناکې او د ماهیانو د نسل ختمېدا سبب ګرځي.

کله چې ژمی راشي نو د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې د ماهیانو ښکار کېږي او هم د ژمي په موسم کې د ماهیانو د خوراک میلې جوړېږي.

نننۍ خپرونه مو همدغو موضوعاتو ته ځانګړې کړې ده، دا خپرونه محبوب شاه محبوب جوړه کړې او فرشتې مرسل وړاندې کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG