ډیپلوماټ خپرونه لیکي د افغانستان په هکله د امریکا د منتخب ولسمشر نظر او پروګرام څرګند نهدی.
ډونالډ ترمپ په یوې مرکې کې چې څلور کاله پخوا یې کړې وه ویلي و چې امریکا باید خپل عسکر له افغانستانه ستانه کړي او هغه پیسې چې د افغانستان د رغونې لپاره يې لګوي باید دننه په خپل کور کې ولګوي.
خو ډیپلوماټ دا هم لیکي چې وروستۍ څېړنې څرګندوي چې ډونالډ ترمپ د خپل دغه نظر جیو پولیټیک تاوان درک کړی دی او د تېرې میاشتې په پیل کې یې ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفوني تماس کې د افغانستان لپاره د واشنګټن په ژمنو ټینګار وکړ.
په ژمنو باندې د منتخب ولسمشر ډونالډ ترمپ ټینګار او په دې وروستیو کې هلمند ته د درې سوه امریکايي سرتېرو استول دواړه څرګندوي چې د امریکا نوی حکومت به د افغانستان د ثبات لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
ډیپلوماټ زیاتوي سره لهدې چې امریکا په افغانستان کې تر ټولو مهم نړیوال لوبغاړی دی خو له جیوپولیټیکې اړخه واشنګټن د افغانستان د امنیت په ټینګولو کې تر ټولو کمه ونډه لري او په لومړي قدم کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي چې باید په دې هکله کوښښ وکړي او د افغانستان له سیاسي صحنې څخه د ګاونډیو د ایستلو لپاره هر زیار به د لنډ نظر د خاوندانو کاروي.
ډيپلوماټ وړاندې لیکي:
د داسې یو ريښتوني ائتلاف رامنځته کول چې ټول غړي یې د افغانستان ثبات، خپلواکي او امنیت ته ژمن وي د امریکا مخې ته تر ټولو لویه ستونزه ده.
جیو پولیټیکل فیوچر:
بلخوا جیو پولیټیکل فیوچر خپرونې هم د افغانستان جغرافياوي سیاست یا جیوپولیټیک اهمیت ته پاملرنه کړې او لیکي:
سره لهدې چې په افغانستان کې د روسیې مداخله نوې نه ده خو طالبانو سره یې اړیکې نوي دي.
په داسې حال کې چې یو شمېر رسنیو په دې وروستیو کې د طالبانو او مسکو د اړیکو څخه پرده پورته کړه،خپرونه لیکي:
روسان هغه ستونزې چې پخوا يې په افغانستان کې ګاللي نهشي هېرولای خو اوس د امریکا په وړاندې د خپل دریځ د پیاوړتیا او د سیمې د امنیت لپاره افغان یاغیانو سره یو ډول ارتباط لري.
خو جیوپولیټیکل فیوچر خپرونه دا هم لیکي چې تر اوسه داسې کوم سند نهدی ترلاسه شوی چې روسانو به طالبانو ته وسله ورکړي وي.
د وسلو د ورکولو موضوع مطرح نهده او په افغانستان کې د بحران پراخېدل د مسکو په ګټه هم نه بریښي خو روسیه کیدای شي طالبانو سره یو ډول ډیپلوماټیک ارتباط ولري چې د ګډ دښمن داعش په وړاندې ترې کار واخلي.
خپرونه وړاندې لیکي:
روسیه د امریکا په څېر نهده، مسکو د افغانستان تحولاتو ته ځکه لاس تر زنې نهشي پاتې کیدای چې د روسیې جنوبي پولو ته نېږدې هېواد دی.
روسیه اندیښمنه ده چې د افغانستان کړکېچ کیدای شي د منځنۍ آسیا هېوادونو ته وغځېږي.
جیوپولیټیکل فیوچر خپرونه لیکي:
په ټولو کې یوه څرګنده خبره دا ده چې جیوپولیټیکس یا جغرافیاوي سیاست روسیه مجبوره کړې چې د جهادیستانو په وړاندې جګړې څخه لاس واخلي او ملګرتیا ته یې مخه کړي.