د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

اوباما وروستۍ غونډه کې ټرمپ ته لارښوونې او له روسیې یې سر وټکاوه


بارک اوباما د وروستي ځل لپاره د امریکا د ولسمشر په توګه په خبري غونډه کې برخه واخیسته.

ده د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ته یو لړ لارښوونې وکړې، دا لارښوونې د روسیې، منځني ختیځ او کډوالو په اړه وې، اوباما خپلو راتلونکو پروګرامونو ته هم اشارې وکړې.

د ولسمشر په توګه د بارک اوباما د کار وروستۍ ورځ نن پنجشنبې ده.

ده د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته خپلې خبرې د روسیې په اړه پیل کړې.

اوباما وویل، له روسیې سره ښې اړیکې د امریکا او نړۍ په ګټه دي، خو د اوباما په وینا روسیې د اوکراین کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه چې واشنګټن‌یې په ځواب کې پر مسکو بندیزونه ولګول.

اوباما وویل، له روسیې سره ښې اړیکې د امریکا او نړۍ په ګټه دي.
اوباما وویل، له روسیې سره ښې اړیکې د امریکا او نړۍ په ګټه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه دلیل چې موږ یې بندیزونو ته وهڅولو، د اټمي وسلو مسئله نه‎وه، د یوه خپلواک هېواد د ملي حاکمیت مسئله وه، د اوکراین مسئله وه چې پر خاوره‌یې فشار راوست او تېرۍ یې وکړ."

اوباما بل لور ته منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ته دا لارښوونه وکړه چې په ټولو کارونو کې له خپلو سلاکارانو سره مشورې وکړي.

د اوباما په وینا، ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بریالی شوی دی، اوس واک له ده سره دی چې څرنګه خپلې هیلې او غوښتنې پلي کوي.

ښاغلي اوباما وویل:

"دا هغه څه دي چې ټرمپ ته مې وویل چې دا ډېر ستر مسؤلیت دی او په یوازې سر یې نه‎شي ترسره کولای. تاسو پر یوه ټیم تکیه کولای شئ، پر کابینې، د سپینې ماڼۍ پر جګ‎پوړو کارکوونکو او ان ځوانو کار کوونکو چې د خپل عمر په ۲۰ او ۳۰ کې دي، کولای شي مسؤلیتونه په غاړه واخلي."

اوباما وروسته له اته کاله سپینه ماڼۍ ټرمپ ته سپاري او تمه ده چې سبا ته ډونالد ترمپ د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه د لوړې مراسم پر ځای کړي.

اوباما د فلسطین او اسرائیل تر منځ کړکېچ ته اندېښنه څرګنده کړه او ویې‌ویل چې د ده ادارې د دې لانجې د حل لپاره ډېره خواري وکړه.

د کډوالو برخه کې بیا اوباما د مهاجرو پر ضد کړن‎لارې سره مخالفت وکړ او ویې‌ویل، کوم کسان چې امریکا ته راغلي دي او تابعیت‌یې اخیستی دی، هغوی ته باید د یوه امریکایي په سترګه وکتل شي.

بارک اوباما د خپل راتلونکي ژوند په اړه وویل چې روان میلادي کال غواړي ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړي، لوستل وکړي او لیکل وکړي.

XS
SM
MD
LG