د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

مودي: اسیا-پاسیفیک سیمه کې جاطلبي امنیتي ستونزې پيدا کوي


د هند صدراعظم د نوي ډېلي امنیتي غونډه کې خپل ګاونډي سیال هېواد چین ته په اشاره وویل چې په اسیا-پاسیفیک سیمه کې پوځي جاطلبي امنیتي ګواښونه رامنځته کوي.

د نرېندرا مودي دغو خبرو چې د بهرنۍ پالېسۍ په هکله یوه مهمه وینا کې یې وکړې سره له دې چې په ډیپلوماتیکه ژبه بیان شوې او د چین نوم په‌کې وانه‌خیستل شو خو ښکاري چې نوې ډېلي یې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ بهرنۍ پالېسۍ ته ورنېږدې کړ.

ډونالد ټرمپ ویلي چې د چین د سیمه‌ییز نفوذ مخه نیسي.

نرېندرا مودي د نوې ډېلي په نړیوالې امنیتي غونډه کې د ۶۵ هېوادونو څخه راغلیو پوځي او سیاسي مېلمنو ته وویل:

"مخ په زیاتېدو جاطلبي او سیالي عموماً د کړکېچ د پام وړ ټکي دي چې له ورایه لیدل کېږي."

هغه وویل چې اسیا-پاسیفیک سیمه کې د پوځي زور، منابعو او ثروت پرله‌پسې زیاتېدو امنیتي ګواښونه رامنځته کړي دي.

د امریکا جمهوري پلوي منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ چې په تېرو انتخاباتو کې يې حیرانوونکی بری ترلاسه کړ د واحد چین پالېسي چې له لسګونو کلونو راهیسې یې واشګنټن تعقیبوي تر پوښتنې لاندې راوستې.

رکس ټېلرسن چې ښاغلي ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت لپاره غوره کړی هم ویلي چې د جنوبي چین د سمندر په لانجمنو ټاپوګانو او اوبو کې د بیجېنګ د پوځي فعالیتونو مخه باید ونیول شي.

په واشنګتن کې دغه خبرې او د ډونالد ټرمپ لانجمنو څرګندونې چې له روسیې سره‌یې د راوبطو د ښو کولو لپاره کړي د نوې ډېلي د سیاستمدارانو په غوږونو ښې لګېدلې دي.

صدراعظم نرېندرا مودي پرون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو دایم او ثابت قدمه دوست وګاڼه.

سره له دې چې د نوې ډېلي په غونډه کې زیات ګډون کوونکي د هېوادونو پخواني صدراعظمان او لوی چارواکي دي، خو د دوی تر څنګ په پاسیفیک سمندر کې د امریکايي سمندري ځواکونو قوماندان امیر البحر هاري هارېس هم په‌کې ګډون کړی.

XS
SM
MD
LG