د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي، هېواد يې د سوريې په باب د سولې په خبرو کې د امريکا د ګډون مخالف دى.
دا يران د تسنيم خبري اژانس په حواله، د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د سې شنبې په ورځ ناوخته په دې باب خبرې کړې دي.
د محمد جواد ظريف په خبره، د سوريې په دغو مذاکرو کې امريکا ته د ګډون بلنه نهده ورکړل شوې.
په پام کې ده، دغه خبرې راتلونکې اوونۍ په قزاقستان کې وشي.
د فرانسې خبري اژانس په حواله، د جواد ظريف دغه دريځ په قزاقستان کې د سوريې د سولې د مذاکرو د نورو تنظيموونکو له موقف سره په ټکر کې دى.
د راپورونو له مخې، روسيې او ترکيې ويلي چې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ استازى بايد د دوشنبې ورځې په مذاکرو کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کېږي، حضور ولري.
په قزاقستان کې کېدونکې مذاکرې څرګندوي چې د سوريې د کورنۍ جګړې له پيلېدو راهيسې د اول وار لپاره امريکا د سوريې د سولې د مذاکرو په محور کې برخه نهلري.
دغه جګړه په ٢٠١١ میلادي کال کې پيل شوې چې تر اوسهيې په نتيجه کې زرګونه کسان وژل شوي دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي د چهارشنبې په ورځ له فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي:
"موږ بايد په دې پړاو کې درې اړخيز چوکاټ خوندي کړو، هر څومره چې د برخوالو شمېر زياتېږي د ناکامۍ خطر هم ورسره پراخېږي، زموږ تګلاره دا ده چې په دې پړاو کې نور هېوادونه شامل نهکړو."
ښاغلي قاسمي زياته کړه، د ايران، روسيې او ترکيې تر منځ په دې باب خبرې روانې دي چې د سوريې د سولې په مذاکرو کې بايد څوک ګډون ولري.
د ده په وينا د لومړنيو ګامونو له بريا وروسته به، نور هېوادونه د مذاکرو په نورو مرحلو کې شامل کړاى شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، دا کتنه به د وزيرانو په سطحه نه بلکې د معينانو په کچه وي.
هغه له مسکو سره د واشنګټن د شراکت پر سر د لوى مخالفت موجوديت رد کړ.
په قزاقستان کې د سوريې په باب په داسې حال کې د سولې مذاکرې کېږي چې د سوريې ولسمشر بشارالاسد تېره مياشت د حلب ښار د بېرته نيولو لپاره سمبوليکه بريا خپله کړه.
حلب چې د سوريې دوهم لوى ښار ګڼل کېږي، د دغه هېواد د کورنۍ جګړې پر مهال د سخت دريځو کليدي مرکز ګڼل کېده.
ايران او روسيه د سوريې په کورنۍ جګړه کې د دغه هېواد ډيپلوماټيک او پوځي ملاتړي ګڼل کېږي.