د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

مؤکلین: وکیلان رخصتیو کې په خپلو شخصي کارونو او سفرونو بوخت وي


يو شمېر مؤکلین وايي، وکیلان‌یې د خپلو رخصتیو پر مهال حتی يو ځل هم خپلو ولایتونو ته سفر نه‌کوي او اکثریت په خپلو شخصي کارونو او سفرونو بوخت وي.

دغه مؤکلین داسې مهال دغه خبرې کوي چې د افغانستان د ولسي جرګې غړي د چهارشنبې په ورځ په خپلو ژمنیو رخصتیو ولاړل چې د قانون له مخې دوی باید د خپلو مؤکلینو سره وګوري او د هغوی ستونزې واوري.

د کندز او خوست ولایتونو دوو تنو اوسېدونکو عزیز الهام او عبدالرحمن په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"دوی خپلې رخصتۍ تر ډېره په نورو ولایتونو، مرکز او يا هم له هېواده بهر تېروي، خو کله چې د کمپاینونو وخت شي دوی د کمپاین لپاره خپلو ولایتونو ته راځي."

"د دوی کارونه د قناعت وړ نه‌دي، دوی باید په رخصتیو کې دوبۍ ته لاړ نه‌شي، تاجکستان ته لاړ نه‌شي، ازبکستان ته لاړ نه‌شي، دلته ډېرې ستونزې دي دلته پلونو ته اړتیا ده، ښوونځيو ته اړتيا ده."

د افغانستان د قوانینو له مخې د ملي شورا غړي په کال کې دوه وارې، یو ځل د ژمي او بل د اوړي په موسم کې یوه نیمه میاشت رخصتي لري.

​خو دېر ځله داسې انتقادونه هم مطرح شوي چې یو شمېر وکیلان ان په خپلو کاري ورځو کې هم په غونډو کې نه‌وي حاضر او په خپلو شخصي کارونو بوخت وي.

د راپورنو له مخې داسې هم پېښ شوي چې په غونډو کې د دوی د نصاب د نه‌بوره کېدو له امله د ډېرو قوانینو د تصویب او مهمو مسایل څېړل له یوې ورځې څخه بلې ته پاتې شوي دي.

غېر حاضرو وکیلانو ته د ولسي جرګې د اداري پلاوي خبرداری

خو د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل ممکن يو شمېر وکیلان د رخصتیو پر مهال نورې استفادې هم وکړي، خو د دوی هیله له وکیلانو دا ده چې لومړیتوب خپلو مؤکلینو ته ورکړي.

نعمت الله غفاري
نعمت الله غفاري

نوموړي زیاته کړه:

"البته امکان لري چې وکیل صاحبان د دغو رخصتیو څخه نورې استفادې هم وکړي، ممکن سفرونه ولري او يا هم نور کارونه، خو د دوی څخه زموږ هیله دا ده چې د خپلو مؤکلینو قناعت ترلاسه کولو لپاره ولایتونو ته ولاړ شي او بیا خپلو نورو کارونو ته رسېدګي وکړي."

د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان هم په دې نظر دي چې د وکیلانو ملي، اخلاقي او مدني مسؤلیت دی چې د رخصتیو پر مهال ولایتونو ته ولاړ او له خپلو مؤکلینو سره وګوري.

خو د چارو کارپوه موسی فریور په دې نظر دی چې لومړی خو د امنیتي ستونزو له کبله به وکیلان ولایتونو ته د تګ لپاره زړه ښه نه‌کړي او که لاړ هم شي دوی نه‌شي کولای د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

فریور: لومړی خو دوی دا جرئت نه لري چې خپلو ولایتونو ته لاړ شي.
فریور: لومړی خو دوی دا جرئت نه لري چې خپلو ولایتونو ته لاړ شي.

ښاغلی فریور زیاتوي:

"لومړی خو دوی دا جرئت نه‌لري چې خپلو ولایتونو ته لاړ شي ځکه چې امنیتي حالات خطرناک دي، خو که دوی لاړ هم شي نو زه فکر نه‌کوم چې دوی دې په رښتیني توګه د خلکو ستونزې واوري او د حل لپاره‌یې لارې چارې ولټوي."

ښاغلي فریور ازادي راډیو ته وویل، د دغو ستونزو د حل لپاره باید ولس په راتلونکو ټاکنو کې له پوره غور او دقت څخه کار واخلي او هغو کسانو ته رأيه ورکړي چې ولس ته صادقه واوسي.

خو د افغانستان په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسیمه نیازۍ بیا پر حکومت د همکارۍ غږ کوي وايي چې که حکومت وکیلانو ته د تګ راتګ لپاره زمینه سازي وکړي، وکیلان به خپلو ولایتونو ته ولاړ شي او هلته به د خپلو مؤکلینو ستونزې واوري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG