د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

ولسي جرګې د روان کال د دوهمې نيمې کاري راپور وړاندې کړ


د افغانستان ولسي جرګه د چهارشنبې په ورځ د روان کال د دوهمې نيمې د خپلو اجرأتو د راپور په خپرولو سره، د روان تقنیني کال د ژمي په ۴۵ ورځنیو رخصتیو ولاړه.

د قوانینو، مقرریو، فرمانونو او له ځینو هېوادونو سره د اقتصادي او فرهنګي همکاریو د پروتوکولونو تصویبول، د دوولتي چارواکو استجوابول او اسیضاح کول، د کمېسیونونو ځانګړو غونډو ته د چارواکو رابلل او داسې نور، د ولسي جرګې د روان تقنیني کال د دوهمې نيمې میاشتو د اجرأتو په راپور کې شاملې موضوع‌ګانې دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې دغه کارونه دوی په ۵۴ عمومي غونډو کې ترسره کړي دي.

د جرګې لومړي منشي عبدالرؤف انعامي د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د یاد راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې ترتیب شوی راپور د ولسي جرګې د روان لمریز کال د سنبلې له نیمايي څخه د جدي تر دېرشمې پورې اجرأت بیانوي.

انعامي: ولسي جرګې ټولې ۵۴ غونډې جوړې کړې دي.
انعامي: ولسي جرګې ټولې ۵۴ غونډې جوړې کړې دي.

ښاغلی انعامي زیاتوي:

"ولسي جرګې ټولې ۵۴ غونډې جوړې کړي چې ۵ استیضاحیه، ۹ استجوابیه، ۸ استماعیه، ۲ سري او ۳۰ عادي غونډې کېږي."

په راپور کې دا هم راغلي چې ولسي جرګې په قانوني برخو کې ۳۴ مصوبې لرلې چې د ۳ قوانینو، ۴ تقنیني فرمانونو، د ۱۳۹۶ لمریز کال د بودجې او د ښځو پر وړاندې د ځورونې د منع قانون تصویبول او له ځینو هېوادونو سره د همکاریو شل موافقې او د چابهار بندر تفاهم‌لیک او داسې نورې په‌کې شاملې دي.

راپور زیاتوي چې ولسي جرګې په دغه کال کې ۱۶ وزیران استیضاح کړي چې ۷ وزیران په‌کې د پراختیايي بودجې د اویا سلنه نه‌مصرف له امله سلب اعتماد شوي دي.

د راپور په یوې برخه کې دا هم راغلي، ولسي جرګې ته ځینې ورسپارل شوې مصوبې، د دولتي ارګانونو له‌خوا د بشپړېدو په مقصد بیا بیا رد شوي هم دي.

یاده جرګه د چهارشنبې په ورځ د روان تقنیني کال د ژمي په ۴۵ ورځینو رخصتیو، تعطیل شوه.

ځیني افغان کارپوهان وايي چې ولسي جرګه ستر قانوني واک لري خو تر ډېره ځایه نه‌ده توانېدلې چې د قانون د پلي کولو په برخه کې پر اجرائیه قوې فشار راولي.

رنجبر: ولسي جرګه په خپل اخر کال کې تر ډېره حده پاتې راغله.
رنجبر: ولسي جرګه په خپل اخر کال کې تر ډېره حده پاتې راغله.

د دې کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل:

"ولسي جرګه په خپل اخر کال کې تر ډېره حده پاتې راغله، دوی ونه‌شول کولای هغه صلاحیتونه چې اساسي قانون ورکړي هغه اعمال او دفاع ځینې وکړي، دوی دا توان درلود چې اجرائیه قوه له بې‌لارېتوبه وکاږي خو دا کار يې ونه‌کړ او ويې نه‌شو کولای."

دا په داسې حال کې ده چې ډېری خلک وايي، د ولسي جرګې ځینو غړو د دې پر ځای چې د خپلو مؤکلینو ستونزې اوارې کړي په خپلو شخصي کارونو بوخت وو.

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، په روان کال کې د دغې جرګې ډېرې مهمې غونډې د نصاب د نه‌پوره کېدو له امله نه‌دي جوړې شوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG