د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

د استانبول پېښې په تور نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی


د ترکیې پولیس وايي، په استانبول کې د نوي کال په شپه پر یوه نایټ کلب د حملې په تور نیول شوي سړي پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د پولیسو په وینا، د هغه د ګوتو نښان هم له هغو شواهدو سره چې د پېښې په ځای کې موندل شوي، مطابقت لري.

پولیسو په دې اړه زیات جزئیات نه‌دي څرګند کړي.

ییلدرم: ترورېست بالاخره ونیول شو.
ییلدرم: ترورېست بالاخره ونیول شو.

​د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدرم پرون سې شنبه په انقره کې خبریالانو ته وویل:

"هغه ترورېست چې ځان‌یې د تقریباً دوو اوونیو لپاره پټ کړی و، بالاخره ونیول شو."

ییلدرم ډاډ څرګند کړ چې د حمله کوونکي نور ملګري به هم ونیول شي او د وخت له رارسېدو سره به‌یې نومونه افشا شي.

د ترکیې چارواکي وايي، مشکوک حمله کوونکی عبدالقادر مشراپوف نومېږي چې په خټه د ازبکستان دی او په افغانستان کې روزل شوی دی.

صدیقي د ترکیې د ادعا په ځواب کې: د بهرنیو ترهګرو مرکزونه پاکستان کې دي

د ترکیې چارواکي باور څرګندوي چې مشراپوف د ۲۰۱۶ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې ترکیې ته ورغلی و.

هغه لوړې زده‌کړې لري او په څلورو ژبو خبرې کولائ شي.

د پولیسو په وینا، عبدالقادر مشراپوف د نوي کال په شپه د اسلامي دولت په نوم د وسله‌والې ډلې په پلوي په استانبول کې پر یوه نایټ کلب حمله وکړه چې لږترلږه ۳۹ تنه په‌کې ووژل او ګڼ شمېر نور زخمیان شوو.

په ترکیه کې د بېړنیو حالاتو د قانون پر اساس، پولیس کولائ شي چې مشراپوف لږترلږه ۳۰ ورځې په توقیف کې وساتي.

په دې موده کې به د هغه رسمي اتهام لیک جوړ شي او د توقیف رسمي موده به‌یې اعلان شي.

رپوټونه وايي، د هغه د محاکمې لپاره تیاري ته ښايي څارنوالان څو میاشتې وخت وغواړي.

د ترکیې پولیسو د هغه د نیولو لپاره د عملیاتو پر مهال دوه لکه ډالر او یوه اندازه وسلې هم نيولې دي.

د استانبول ښاروال ویلي، په دې عملیاتو کې یو عراقی سړی او درې ښځې چې د افریقا د شمال هېوادونو دي، نیول شوې دي.

د دغه عملیاتو پر مهال یو بل سړی هم نیول شوی.
د دغه عملیاتو پر مهال یو بل سړی هم نیول شوی.

د استانبول د ښاروال په وینا، ډېر امکان شته چې نیول شوي کسان هم له داعش سره ارتباط ولري ځکه هغوی ټول په یوه کور کې اوسېدل.

د اسوشيېټد پرېس خبري اژانس خبریالان هغه اپارتمان ته چې دا کسان په‌کې اوسېدل ورغلي او وايي چې خواړه، مات بوتلونه، کثافات، جامې او بوټونه هر لور ته پراته وو.

هغوی ویلي چې د یوې ښځې بکس هم پروت و چې د مصري او سوډاني پونډ په ګډون د بېلابېلو هېوادونو نوټونه په‌کې موندل شوي دي.

د ترکیې حریت ورځپاڼه وايي، د نیول شوي مشکوک سړي ښځه او یوه کلنه لور تېره اوونۍ پولیسو نیولي دي.

ویل کېږي چې حمله کوونکي خپل زوی له ځان سره بیولی و او لور یې له خپلې ښځې سره پرېښې وه.

خو د استانبول ښاروال پرون وویل چې د عملیاتو پر مهال د مشکوک حمله کوونکي زوی نه‌دی ورسره موندل شوی.

د اسلامي دولت په نوم وسله‌والې ډلې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په استانبول کې پر نايټ کلب د حملې مسئولیت واخیست او ویې‌ویل چې دا حمله‌یې د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځ د عملیاتو په ځواب کې کړې ده.

د ترکیې اناتولي ورځپاڼې ویلي، پولیسو د استانبول په نورو برخو کې هم د داعش او د ازبکستان د ترورېستي ډلو د غړو د موندلو لپاره عملیات کړي او ګڼ شمېر کسان‌یې په دې عملیاتو کې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG