د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

کورني بې‌ځایه شوي د حکومت نه‌پاملرنې له امله شکایت کوي


کابل ته د نورو ولایتونو ځیني بې‌ځایه شوي کورنۍ شکایت کوي چې د ژمي له رارسېدو سره‌یې ستونزې زیاتې شوي، خو حکومت او خیریه ادارو ورته پام نه‌دی کړی.

دوی وایي، د ناامنیو له امله‌یې خپلې سیمې پرېښي او په کابل کې د بې‌ځایه شویو کمپونو په زړو خیمو او کنډوالو کې اوسېږي، دوی له حکومته غواړي چې مرستې ورسره وشي.

د واورو له ورېدو او د هوا له سړېدو سره، یو ځل بیا په کابل کې بې‌ځایه شوې کورنۍ، دوی ته د دولت او خیریه مؤسسو د نه‌پاملرنې له امله شکایتونه کوي.

په کابل کې د نساجي کمپ یو له هغو کمپونو څخه دی چې د نا امنو ولایتونو یو شمېر کورنۍ په‌کې، تر زړو خیمو لاندې په سختو شرایطو کې اوسېږي.

دغو کورنیو له ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ چې د هوا له سړېدو سره‌یې ستونزې زیاتې او د خوراکي او د سونګ موادو له نشتوالي څخه ځورېږي.

بې‌ځایه شوي: ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ یو.
بې‌ځایه شوي: ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ یو.

د کمپ دوو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل:

"دغه واورې چې پیل شوي هېڅ‌څوک زموږ په لور نه‌دي راګرځېدلي، له ستونزو سره مخ یو او شکایت مو هم څوک نه‌اوري.

"سونګ مواد، خواړه او داسې نور هېڅ نه‌لرو، دولت او پانګه‌وال دې زموږ سره مرسته وکړي."

د کابل ښار د نساجۍ کمپ یوازنی کمپ نه‌دی چې په‌کې پرتې کورنۍ شکایت کوي بلکې ورته کورنۍ په قمبر څلور لارې، پل شینه، بګرامیو ولسوالۍ او داسې نورو سیمو کې هم شته چې په ناوړه اقتصادي شرایطو کې اوسېږي.

د بګرامیو ولسوالۍ د پل شینه په کمپ کې له هلمند څخه د بې‌ځایه شویو کورنیو استازی ملک‌ الله داد هم شکایت لري چې حکومت‌یې ستونزو ته پام نه‌دی کړی.

دی د دغو کورنیو د بې‌ځایه کېدو لامل داسې بیانوي:

"ماینونو راباندې چاودنه کړې داعش او طالب وهلي یو، ټکولي یو، دلته راغلي یو او خیمې مو درولي دي."

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې دننه اوس څه باندې ۶ لکه کسان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

د بې‌ځایه شویو کورنیو د بې‌ځایه کېدو لاملونه، بې‌وزلي، بې‌کاري، طبیعي پېښې، ناامني او د جنګونو دوام ښودل شوی دی.

په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، د جمهور رئیس د حکم له مخې، د دې وزارت د بې‌ځایه او راستنو شویو کمېټې د مرستو رسولو پروګرامونه ترتیب کړي دي.

سید حسین عالمي بلخي
سید حسین عالمي بلخي

نوموړي زیاته کړه:

"د جلاالتماب جمهور رئیس سپارښتنه هغې کمېټې ته دا وه چې نه‌یوازې راستنېدونکي او بې‌ځایه شوي په پام کې ونیسي بلکې ټول زیانمن شوي په پلان کې شامل کړي، په جوړې پالېسۍ کې دا مسائل ځای شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د هېواد په ځینو سیمو کې جنګونه روان دي او اوسېدونکي یې د ناامنیو او اقتصادي ستونزو له امله خوندي ځایونو ته کډه کېږي.

بل‌خوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د اماده‌ګۍ اداره وايي، د جمهور رئیس له حکم سره سم، په مرکز او ولایتونو کې بې‌ځایه شویو او زیانمن شویو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ روانه ده.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وايي، اړو کورنیو ته مرستې رسونې د تېر کال په پرتله ښې دي او تر اوسه ورته لازمې مرستې رسېدلي دي.

بې‌ځایه شوې کورنۍ په داسې حال کې د حکومت د نه‌پاملرنې له امله شکایت کوي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې څه باندې یو میلیون افغانان له بهر څخه هېواد ته راستانه شوي او ټول‌یې مرستو ته اړ دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG