د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

څېړنه: افغانستان د بن له کنفرانس وروسته ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي


د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د تېرې یوې نیمې لسیزې تحلیلي راپور ښيي چې افغانستان په دې موده کې ډېر زیات امکانات او فرصتونه ضایع کړي دي.

دا تحلیلي راپور چې د سې شنبې په ورځ دغه مرکز له رسنیو سره شریک کړ ښيي چې افغانستان د بن له کنفرانسه وروسته ډېر زیات فرصتونه له لاسه ورکړي او ښيي چې افغانان په ډېرو برخو لکه حکومتوالۍ، د سولې پر پروسې، د فساد سره پر مبارزې، اقتصادي او امنیتي وضعیت‌ بې‌باوره دي او خلک لا هم په بېلابېلو برخو کې د هېواد راتلونکي ته اندېښمن دي.

د دغه مرکز مشر عبدالباقي امین د دغه راپور د شریکولو پر مهال په کابل کې رسنیو ته وویل چې افغانستان که څه هم په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ځينو پرمختګونو شاهد دی، خو په ټوله کې د ملي اړتیاوو پوره کېدو ته لازم کارونه نه‌دي شوي.

امین: د ملي اړتیاوو پوره کېدو ته لازم کارونه نه دي شوي.
امین: د ملي اړتیاوو پوره کېدو ته لازم کارونه نه دي شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې امکاناتو نه چې د افغاسنتان په واک کې ورکړل شوي داسې مدیریت نه‌دی شوی چې د هغې له مخې افغانستان مخ ته ولاړ شي او زېربناوې جوړې شي، کمکونه ډېر زیات راغلي، خو هغه داسې استهلاک شوي چې زېربناوې نه‌دي ترې جوړې شوي. د دې غټ کمبود احساسېږي چې د ملي اړتیاوو اندازه کې یوه عامه پالېسي نه‌شته او نه د هغې لپاره ځای."

راپور له ۱۳۸۰ـ۱۳۹۴ لمریز کاله پورې په افغانستان کې د سولې پروسه، بهرنی سیاست، کډوالي، اقتصادي وضعیت، امنیت، پوهنه او د لوړو زده‌کړو برخې څېړلي چې په چاپي بڼه په ۴۰۰ مخونو کې تیار شوی دی.

د دغه څېړنیز راپور تر څنګ یاد مرکز د خلکو انتقادونه د فیصدۍ له مخې هم له دوی سره د مخامخ پوښتنو له مخې درجه بندي کړي دي.

د هېواد په شپږو سترو ښارونو کې له خلکو اخیستل شوې نظرپوښتنه ښيي چې ۶۲ سلنه ګډون کوونکي د سولې لپاره د حکومت له هڅو راضي نه‌دي، ۸۷ سلنه‌یې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان پر نامتوازنه اړیکو انتقاد لري، ۷۶ سلنه په دې بارو دي چې د فساد سره د حکومت مبارزه شعاري بڼه لري.

په همدې ډول د ګډون کوونکو ۹۰ سلنه پر دې باور دي چې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې افغانستان له ستونزې سره مخ دی او ۸۰ سلنه‌یې د اقتصادي وضعیت پر ښه کېدو باوري نه‌دي او ۵۸ سلنه نور یې بیا حتی پر شخصي مصونیت.

د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز وايي چې دا فیصدي یې په کابل، کندهار، هرات، مزارشریف، جلال‌اباد او کندز کې د ۷۰۰ نظر لرونکو شخصیتونو او د پوهنتونو له استادانو تر لاسه کړې ده.

په افغانستان کې ډېر کله د وضعیت په اړه سروې‌ګانې کېږي، خو د څېړونکو په باور د تېرې یوې نیمې لسیزې څېړل بیا په یوه تحلیلي راپور کې کم‌ساری اقدام دی.

په دې یوه نیمه لسیزه کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره میلیاردونه ډالره مرسته کړې خو تر ډېره انتقاد دا دی چې د ځينو حکومتي چارواکو تر څنګ د بهرنیانو فساد په ډېر برخو کې د افغانستان په اړه تمې له خنډونو سره مخ کړي دي.

د دغې څېړنې په غبرګون کې د افغان حکومت یوه مرستیال ویاند ازادي راډيو ته وویل چې حکومت څېړنو ته درناوی لري.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، په همدې اړه داسې څېړنې هم شوي چې خلک د حکومت له بهرني سیاست او د زېربناوو له جوړولو راضي ښکاري.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"نورې نظرپوښتنې له هغې جملې د ازادي د کور نظرپوښتنه چې د عمومي افکارو ښکاروندويي کوي ښيي چې خلک د حکومت له اقداماتو او سیاستونو په تېره بیا په امنیتي برخه، بهرني سیاست او زېربناوو جوړولو کې راضي ښکاري، موږ هغو بنسټونو ته چې نظرپوښتنې کوي درناوی لرو ولې نورې نظرپوښتنې ښيي چې خلک د حکومت له کړنو راضي دي."

د چارو څېړونکی زبیر شفیقي که څه هم د حکومتوالۍ په بېلابېلو برخو کې د ستونزو د هواري لپاره دا راپور یوه مهمه سرچینه بولي خو وايي چې د دې ستونزو بنسټ د بن په کنفرانس کې کېښودل شو.

هغه په دې باور دی چې د بن په کنفرانس کې د قومي بنسټونو له مخې د حکومت جوړښت یادې ستونزې پیدا کړي او که سیسټم بدل نه‌شي ممکن تر اوږده مهاله دوام پیدا کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG