د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

حکومت د وروستیو حملو له عاملینو د غچ اخیستلو لپاره څه ابزار لري؟


افغان ولسمشر یو وار بیا په پاکستان کې مېشت سخت دریځي په هیواد کې د وروستیو خونړیو حملو مسؤل وبلل او هغه هیواد یې تورن کړ چې د دغو سخت دریځو ډلو په وړاندې یې تر اوسه هېڅ پوځي اقدام نه‌دی کړی.

اشرف غني دا څرګندونې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د تېرې ورځې په ټیلیفوني خبرو کې کړي او ویلي یې دي چې حکومت‌یې کلکه اراده لري چې د دغو حملو له عاملینو به غچ اخلي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز بیا ویلي چې په پاکستان کې یې د ترهګرو ډلو پر ضد په روانو عملیاتو کې دغه ډلې له توپیر پرته په نښه کړي او د هغوی مرکزونه‌یې له‌منځه وړي دي.

باجوه دغه‌راز ویلي چې د کابل او اسلام‌اباد له‌خوا پر یو بل د تورونو لګول یوازې په سیمه کې د سولې دښمنانو ته ګټه رسوي.

نوریاس نوري په دې اړه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه‌ییزو مطالعاتو د مرکز له علمي غړي عمران زکریا سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې د افغانستان حکومت څه وسایل یا ابزار په لاس کې لري چې وکولای شي، د وروستیو حملو له عاملینو غچ واخلي؟

ښاغلي زکریا په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG