د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

ولې ښوونځیو کې د اهل هنود ماشومانو سره دوه ګونی چلند کېږي؟


په مشرانو جرګه کې د اهل هنود استازې وايي چې په ښوونځیو کې د دوی له ماشومانو سره دوه ګونی چلند کېږي.

د هندوانو او سکهانو استازې انارکلي هنریار وايي، د اهل هنود ماشومان په ښوونځيو کې ځورول کېږي چې له امله‌يې دغه ماشومان خپلو زده‌کړو ته دوام نه‌شي ورکولای.

نوموړې وايي، دا مهال د افغانستان له ۱۳۰۰ اهل هنود وګړو څخه يوازې درې تنه‌يې توانېدلي چې خپلې لوړې زده‌کړې بشپړې کړي.

هنریار وايي، د دوی زیاتره ماشومان له دې امله چې په ښوونځيو کې د نورو زده‌کوونکو له‌خوا ځورول کېږي، ښوونځي پرېږدي او نه‌شي کولای چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

اغلې هنریار وايي، ډېر کم ځوانان‌یې په ښوونځيو کې په زده‌کړو بوخت دي چې هغوی هم د ښوونځي په داخل او له ښوونځي څخه بهر چاپېریال کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

انار کلي هنریار
انار کلي هنریار

نوموړې زیاته کړه:

​"په ټوله کې ماشومان په ښوونځي او ټولګیو کې چې درس وايي، له ستونزو سره مخ دي، ان تر دې چې د تفرېح او ښوونځي ته د تګ راتګ پر مهال د تبعیض او ځورونو سره مخ کېږي او يو شمېر کوچنیو ماشومانو ته مور او پلار یې له همدې امله ښوونځيو ته د تګ اجازه نه‌ورکوي چې زده‌کړې وکړي، دا هغه اساسي ستونزې دي چې په معارف کې موجودې دي."

اغلې هنریار وايي، د هېواد په معارف کې ستونزې د دې لامل شوي چې يو شمېر اهل هنود او سکهان د خپلو بچیانو د تعلیم په خاطر هېواد پرېږدي.

په ورته وخت کې سنډيپ سردار سنګهـ چې ۱۲ کاله عمر لري ازادي راډیو ته وویل چې د خپلو ټولګیوالو ځورونې اړ کړل چې ښوونځی پرېږدي.

سردار سنګهـ وايي، ان تر دې چې ښوونځي ته د تګ راتګ پر مهال‌یې د زده‌کوونکو له‌خوا وهل او ټکل هم خوړلي.

نوموړي زیاته کړه:

​"کله چې ښوونځي ته تلو زموږ وېښتان‌یې شکول، وهل ټکول‌یې راکول، موږ به ورته ویل چې موږ تاسو سره کار نه‌لرو خو هغوی نه‌منله، د رختصۍ پر مهال‌یې هم موږ سره جنګ کاوه، له همدې امله مې ښوونځی پرېښود او په درمسال کې مو يو کورس جوړ کړ او هلته درس وایم.​"

سردار سنګهـ وايي، موږ غواړو چې ټول لکه ملګري او دوستان واوسو ځکه چې ټول افغانان یو او په يو وطن کې ژوند کوو.

اهل هنود او سکهان يوازې په کابل کې نه بلکې په يو شمېر نورو ولایتونو کې هم استوګنه لري.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د افغانستان اهل هنود او سکهان له خپلو ستونزو شکایت کوي بلکې له دې وړاندې يې هم خپل غږ پورته کړی، خو د دوی په وینا چا يې غږ نه‌دی اورېدلی.

هنریار: حکومت باید د هندوانو او سکهانو امنیت ته جدي توجه وکړي

بل‌پلو د افغانستان د پوهنې وزارت په ښوونځيو کې د دغو ستونزو په تائید سره وايي چې تر يوې کچې یې د دوی ستونزو ته رسیدګي کړې ده.

د دغه وزارت د خپرونو مسؤل کبیر حقمل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د پوهنې وزارت هڅه کوي چې پرته له کوم تبعیض او تعصب څخه هندوانو او سکهانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

حقمل: موږ هڅه کوو ټولو ته د تعصب او تبعیض پرته د زده کړې زمینه برابره کړو.
حقمل: موږ هڅه کوو ټولو ته د تعصب او تبعیض پرته د زده کړې زمینه برابره کړو.

نوموړي زیاته کړه:

​"په يو شمېر سیمو کې موږ د دوی ستونزې درک کړې او په کومو ځایونو کې چې د دوی شمېر ډېر و هلته مو دوی ته ځانګړي ښوونځي جوړ کړل او په کومو ځایونو کې چې د دوی شمېر لږ دی هلته موږ په دې هڅه کې یو چې د خلکو په منځ کې هماهنګي رامنځته کړو او د افغانستان ټولو وګړو ته په يوه ټولګي او تر يو چتر لاندې د يو شان زده‌کړو زمینه برابره کړو."

ښاغلی حقمل له افغان هندوانو غواړي چې خپلې ستونزې له دوی سره شریکې کړي څو د هواري په هدف‌يې اقدامات وشي.

د افغان هندوانو او سکهانو يو شمېر مشران وايي، سره له دې چې دوی افغانان دي خو په افغانستان کې مېشت مسلمانان دوی افغانان نه‌ګڼي او له همدې امله په ښوونځيو کې د دوی ماشومان ځوروي.

دوی وايي، د تعلیم تر څنګ په هېواد کې له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دي چې د مخنیوي په برخه کې باید حکومت اقدامات وکړي.

څه موده وړاندې د کندز په ښار کې يو تن سکهـ دوکاندار لالا دلسوز د نامعلومو کسانو لهخوا ووژل شو چې تر اوسه‌يې نه د وژل کېدو علت معلوم دی او نه‌هم د پېښې په تړاو څوک نیول شوي.

دوی وايي، که حکومت‌یې د ماشومانو د تعلیم ستونزه هواره نه‌کړي نو دوی به د هېواد پرېښودو ته اړ شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG