د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

قاسمیار: د پاکستان ښه شعارونه نه بلکې ښه عمل درد دوا کولای شي


د افغانستان د سولې عالي شورا د پاکستان صدراعظم د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې یوازې "شعارونه" ستونزه نه‌شي حل کولائ او د پاکستان حکومت باید په دې اړه عملي او صادقانه هڅې وکړي.

د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان حکومت باید د شعاري خبرو پر ځای، په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو له هڅو سره عملي مرسته وکړي.

د ښاغلي قاسمیار په وینا، افغانستان یوازې پر عملي اقدام حساب کوي او "خوږې خبرې" یې ستونزه نه‌شي حل کولائ.

قاسمیار: افغانستان یوازې پر عملي اقدام حساب کوي.
قاسمیار: افغانستان یوازې پر عملي اقدام حساب کوي.

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:

"پاکستاني چارواکو مکرراً او په رسمي ډول دا شعار ورکړی چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان د سولې او ثبات معنی لري، خو موږ پوښتنه کوو چې ایا د پاکستان حکومت په افغانستان کې د سولې لپاره هغومره مرسته او کار کوي لکه په خپل هېواد کې؟ یقیناً، نه‌يې کوي، خوږې خبرې، ښه شعارونه او تقریرونه زموږ درد نه‌شي دوا کولائ، زموږ درد په ښه عمل دوا کېږي او موږ پر عمل حساب کوو."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په تازه مرکه کې، یو وار بیا په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره د خپل حکومت پر همکارۍ ټینګار وکړ او څرګنده‌یې کړه چې د افغانستان د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي عزیز وویل، د پاکستان حکومت ته دا لومړیتوب لري چې داعش په افغانستان کې خوندي ځایونه پیدا نه‌کړي.

عزیز: افغانستان کې د سولې د مذاکرو لپاره لازمې هڅې کوو.
عزیز: افغانستان کې د سولې د مذاکرو لپاره لازمې هڅې کوو.

سرتاج عزیز وویل:

"په افغانستان کې د سولې د مذاکرو لپاره لازمې هڅې به وکړو خو څو چې په افغانستان کې د مذاکرو لپاره سوله‌ییز شرایط رامنځته نه‌شي، تشدد په اتوماتیک ډول پای ته نه‌شي رسېدلائ، نو موږ د خپل توان تر حده مرستې ته تیار یوو، زما په باور، د تشدد د کمولو لپاره زموږ له هڅو سره په یوه وخت کې به نړیوالې ټولنې او د امریکا نوې ادارې ته د دې مذاکرو اهمیت جوت شي."

سرتاج عزیز په داسې حال کې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکرو د پیل او ثبات ټینګېدو لپاره له هڅو د خپل حکومت پر ملاتړ ټینګار کوي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، په کندهار کې د وروستۍ ترورېستي حملې په پلان کې د افغانستان د بهرنیو دښمنانو د لاس درلودو یادونه وکړه.

محمد حنیف اتمر چې د یوه څېړنیز پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی و، وویل چې شواهد څرګندوي چې دا حمله ښايي وسله‌والو طالبانو کړې، خو پلان‌یې د افغانستان د بهرنیو دښمنانو په همکارۍ جوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG