د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

مومند: له دې وروسته ټول تحصیلي بورسونه د وړتیا له مخې وېشل کېږي


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي بورسونو د وېشلو په برخه کې د شفافیت ډاډ ورکوي او وايي چې ټول تحصیلي بورسونه به د وړتیا له مخې ووېشل شي.

یاد وزارت وايي، ټاکل شوې چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې سلګونه محصلین او استادان د لسانس او ماسټرۍ لپاره ایران او سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند چې څه موده مخکې د ولسي جرګې لخوا سلب صلاحیت شوې هم ده د شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې له دې وړاندې هغه بورسونه چې د سعودي عربستان او يو شمېر نورو هېوادونو لخوا افغانانو ته ورکول کېدل د يو شمېر اشخاصو او کړیو په ولکه کې و.

اغلې مومند وايي، له دې وروسته به ټول تحصیلي بورسونه د وړتیا له مخې پر مستحقو کسانو ووېشل شي.

مومند: له دې وروسته به بورسونه مستحقو کسانو ته ورکول کېږي.
مومند: له دې وروسته به بورسونه مستحقو کسانو ته ورکول کېږي.

نوموړې زیاته کړه:

"معمولاً هغه بورسونه چې د سعودي عربستان لخوا د لوړو زده کړو وزارت ته ورکول کېدل د يو شمېر کسانو په ولکه کې و، موږ د دغه ستونزې د هواري په خاطر سعودي عربستان ته سفر درلود او په دې اړه مو د سعودي عربستان سره يو رسمي هوکړه لیک لاسلیک کړ او سعودي عربستان ژمنه وکړه چې افغانستان ته به ۴۰۰ بورسونه وروکوي."

اغلې مومند وايي، سعودي عربستان له دوی سره ژمنه کړې چې هرکال به افغانستان ته ۴۰۰ تحصیلي بورسونه ورکوي چې ۱۱۱ یې نهايي شوي او دغه بورسونو کې به استادان او محصلین د لیسانس او ماسټرۍ لپاره ولېږل شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، هغه هوکړه لیک چې له ایران سره شوی له مخې به یې ۲۹۰ تنه استادان له ټولو پوهنتونونو څخه د ماسټرۍ او لیسانس لپاره ایران ته لاړ شيٍ.

د دغه وزارت په خبره په تېرو څو کلونو کې د سعودي عربستان او ایران ترڅنګ يو شمېر نورو هېوادونو لکه هندوستان، ایران، جاپان، چین او روسیې هم افغانانو ته تحصیلي بورسونه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې دویمه منشۍ نجیبه حسیني وايي، دا شان بورسونه د افغان محصلینو او استادانو لپاره ډېر ګټور دي، خو په دې شرط چې وړو کسانو ته ورکړل شي.

حسیني: بورسونه باید وړ کسانو ته ورکړل شي.
حسیني: بورسونه باید وړ کسانو ته ورکړل شي.

نوموړې زیاته کړه:

"دومره ده چې په يو شمېر بورسونو کې شفافیت په پام کې نه نېول کېږي، خو که د لوړو زده کړو وزارت وغواړي کولای شي دغه پروسه شفافه کړي، ازموینه دې پرته له مداخلو په شفاف ډول واخېستل شي، په بورسونو کې ټول ولایتونه په نظر کې ونیول شي، په ټوله کې توازن ضرور دی."

اغلې حیسني وايي، په تېرو څو کلونو کې د کابل پوهنتون يو شمېر استادان د بورسونو د وېشلو له پروسې راضي نه و او دوی دا نېوکه لرله چې د بورسونو لپاره هغه کسان ټاکل کېږي چې وړتیا يې نه لري.

د اغلې حسیني په خبره که په راتلونکو کلونو کې د تحصیلي بورسونو د وېش لړۍ په شفاف ډول ترسره شي له دې سره به د دغه وزارت اعتبار زیات او حق به حقدار ته ورسېږي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG