د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

په خوست کې د کندهار،کابل او هلمند مرګونې پيښې وغندل شوې


د شنبې په ورځ په خوست کې لسګونو کسانو چې په ترکیب کې يې مدني فعالان، قومي مخور، دیني عالمان او حکومتي مامورین شامل و، د کندهار، کابل او هلمند وروستۍ پېښې چې د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلې تر څنګ په کې د متحده عربي اماراتو پنځه ډیپلوماټان هم ووژل شول وغندلې.

غونډې ته د خوست د علماوو شورا رئيس مولوي شاه محمد محمدي په خپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه او خونړۍ پېښې که په هر نوم وي، جهاد نه دی او دوام لپاره يې شرعي دلیل نشته.

د ده په وینا د افغانانو او مسلمانانو وژنه کبیره ګناه ده.

محمدي: په افغانستان کې روانه جګړه روا والی نه لري.
محمدي: په افغانستان کې روانه جګړه روا والی نه لري.

مولوي شاه محمد محمدي زیاته کړه:

"دا ټول خلک مسلمانان دي، موږ دا عقیده ده او ټول کلمه طیبه وايي، څوک چې د دې په مقابل کې جنګ کوي دا جهاد نه بلکې یو شخصي جنګ دی، د خپلو ګټو یا د بهرنیانو د ګټو لپاره په کې افغانان قرباني کېږي، د خدای په خاطر په حیث د یو عالم موږ دوی ته سوال کوو چې له خدایه و وېرېږئ، دا د مسلمانانو مرګونه نور پرېږدئ، دغه کبیره ګناهونونه نور لاس واخلئ، د دې به په قیامت کې الله ته بیا څه ځواب کوئ."

د خوست د والي مرستیال شېر بادشاه ارګوني په خپلو خبرو کې د پېښو د قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه او تر څنګ يې د متحده عربي اماراتو حکومت او خلکو ته هم د وژل شویو ډیپلوماټانو د خفګان له کبله ډاډګیرنه ورکړه.

شېربادشاه ارګوني.
شېربادشاه ارګوني.

شېر بادشاه ارګوني وویل:

"د ولایتي ادارې د رهبري او د خوست د ولسونو په استازیتوب هغو کورنیو ته چې د دوی وروڼه او زامن او که زموږ د دوست هېواد ډیپلوماټان وو، صبر جمیل او هغه زخمیانو ته چې ټپیان شوي د عاجلې شفا غوښتونکي یو، د متحده اماراتو حکومت او خلکو ته د ډاډ ګیرنې پیغام ورکوو، هغه کسان چې په دې ډول پېښو سره زموږ هېوادوال ځوروي دا پیغام ورکوو چې ان شاءالله یوه ورځ به موږ سرلوړي و او تاسو به د خپلو بدو اعمالو سزاء وګورئ."

د خوست د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني افغانستان سره د عربي متحده اماراتو مرستې یادې کړې او په ځانګړي ډول د شیخ زاهد پوهنتون د کمپلیکس په جوړولو کې يې د یاد هېواد مرستې وستایلې او ويې ویل چې د عربي ډيپلوماټانو په وژل کېدو هم خوستوال سخت خواشیني شوي دي:

"عربي متحده اماراتو واقعاً افغانستان سره دوست هېواد پاتې شوی او افغانستان سره يې په مختلفو برخو کې مرستې کړي دي چې یوه ښه بېلګه يې د شیخ زاهد پوهنتون یادولی شو چې په خوست کې يې په علمي برخه کې واقعاً ستره سرمایه ګزاري کړې ده، دمتحده اماراتو د ډيپلوماټانو په شاهد د خوست خلک ډېر دردېدلي دي."

بلخوا مدني فعال نصیر احمد روښان د ځنو امنیتي پېښو رامنځته کېدل له دې کبله بولي چې حتی د هېواد امنیتي سکټور مدیریتي چارې هم د وړتیا، ژمنتیا او مسلکي توب پر ځای په مصلحتونو ویشل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"څنګه کېدای شي چې د یو والي دفتر ته څوک بمونه انتقال کړي او په هغې کې انفجار وشي، بالاخره تلفات ورکړو او قرباني ورکړو، د دې تر شاه یو علت دادی چې موږه په داخل د نظام کې په امنیتي ادارو کې اصلاحاتو ته ضرورت لرو، دا ضرورت باید افغان دولت درک کړي او تر دې وروسته دا د ملي مصلحت، پوهې او مسلکي وړتیا له مخې دا هر څه تنظیم کړي."

په خوست کې د یادو پېښوقربانیانو ته د دعاګانو په موخه د قران کریم ختمونه هم ترسره شول.

یاده دې وي چې د تېرې سې شنبې په ورځ د کندهار د ولایت پر مېلمستون بمي حمله کې د ملي شورا د دوو غړیو او پنځو عربي ډپيلوماټانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او د کندهار د والي او متحده عرب اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ تنه ټپيان شوي و.

همدارنګه د کابل او هلمند پېښو کې هم لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG