د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

د ننګرهار کوټ کې داعش څنګه یو واري د خلکو لسګونه کورونه وسوځل؟


د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، داعش وسله والو د جمعې په ورځ د دې ولسوالۍ د بر سې پای او بابا غونډۍ په سیمو کې د عامو خلکو په لسګونو کورونه سوځولي دي.

د دې سیمې اوسېدونکي وايي، کله چې داعش وسله والو پر کوټ ولسوالۍ حمله وکړه دوی هماغه وخت خپل کورونه له لوښو او سامانونو ډک پرېښودل او نورو سیمو ته کډه شول خو مخکې له دې نه چې دوی بیا خپلو کورونو ته ستانه شي داعش وسله والو ورته له سامانونو ډک کورونه وسوځول.

دا چې داعش وسله والو څنګه په یو واري ډول د دې سیمې د خلکو کورونو ته اور واچولو د کوټ ولسوالۍ د سې پای اوسېدونکی خان محمد وايي، د دې سیمو خلکو خپلو منځو کې پرېکړه کړې وه چې دوی به بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي،خو داعشيان له دې پرېکړې خبر شوي و او مخکې له دې نه چې خلک خپلو سیمو ته بېرته ستانه شي ټولو کورونو ته په یو واري اور ورته کړی:

محمدخان: داعشیانو یو واري ټولو کورونو ته اور اچولی.
محمدخان: داعشیانو یو واري ټولو کورونو ته اور اچولی.

"اوس وخت په دې سیمو کې څوک نه اوسېدل، خو موږ ټولو تصمیم نیولی و چې خپلو کورونو ته به ستنېږو خو مخکې له دې نه چې خپلو کورونو ته لاړ شو، خو هغوی به خبر شوي وو او له مخکې نه خلکو ته يې کورونه وسوځول."

د کوټ ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عابدالله چې د ده کور هم داعشيانو تازه سوځولی د ولسوالۍ پرمسؤلينو انتقاد کوي چې دوی ولې دا داعش وسله والو مخه ونه نیوله:

"خو متاسفانه د کوټ ولسوالۍ مسؤلینو هېڅ ډول مداخله په دې کې ونه کړه او مخه يې ونه نیوله تقریباً په دې ولسوالۍ کې په سلګونو محلي پولیس دي نور پولیس هم شته خو هېڅ اقدام يې ونه کړ او د خلکو کورونه په بې رحمانه ډول وسوځول شول."

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي دا مني چې داعش وسله والو په کوټ ولسوالۍ کې د عامو خلکو کورونه سوځولي، خو دا چې د ولسوالۍ مسؤلینو د دې پېښې مخنیوی ولې نه دی کړی وايي، دا غرنۍ سیمه ده او هلته د ولسوالۍ مسؤلینو لاس رسی ستونزمن دی.

خوګیاڼی: دا غرنۍ سیمه ده.
خوګیاڼی: دا غرنۍ سیمه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"دا غرنۍ لرې پرته سیمه ده او بل دا کورونه هم په یو ځای کې نه و څو مختلفو ځایونو کې و."

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو لخوا د سوځول شویو کورنیو شمېر څه باندې شپيتو ته رسېږي، خو د سيمې خلک بیا وايي، شااوخوا درې سووه کورنه سوځول شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې داعش وسله والو په کوټ ولسوالۍ کې د عامو خلکو بسته کلی سوځولی له دې وړاندې هم په کوټ او اچين ولسواليو کې د عامو خلکو په لسګونو کورونه يې سوځولي وو.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG