د هسپانيا چارواکي وايي دوه کسان يې له اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش سره د اړيکو په شک نيولي دي.
د هسپانيا د کورنيو چارو وزارت ويلي چې دغه دوه کسان په سِئوتا «Ceuta» ښار کې نيول شوي دي.
د وزارت په خبره، دغه کسان د افراطيت يوې پروسې ته داخل شوي وو او د هغې ډلې يوه برخه وو چې د تروريستي بريد د حملو تر سره کولو ته نږدې شوې وه.
د دغو دوو نيول شويو کسانو د هويت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
د هسپانيا پوليسو په تېرو دوو کلونو کې ١٨٠ کسان د افراطي فعاليتونو په شک نيولي دي.