د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

خوګياڼى: داعش د کورونو سوځولو سره د کوټ ولس نه شي بېرولاى


د ننګرهار چارواکي وايي، د داعش سخت دريځي ډلې وسله والو په کوټ ولسوالۍ کې د ملکيانو تر شپېتو زيات کورونه سوځولي دي.

د ننګرهار ولايتي اداره په کوټ ولسوالۍ کې د سوځول شويو کورونو شمېر ٦۵ ښيي.

د یاد ولایت وياند عطا الله خوګياڼي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې داعش وسله والو ۶۵ کورونه سوځولي او په پېښه کې چا ته ځاني زيان نه دى اوښتى:

خوګیاڼی: چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
خوګیاڼی: چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

"د کوټ ولسوالۍ په بابا غونډۍ او بر سېپاى غرنيو سيمو کې د مرغومي پر ٢۴ مه داعش وسله والو اورونه اچولي، په دغو کورونو کې څوک نه اوسېدل نه هم هلته وسايل وو، ځکه نو ځاني او په لوړه کچه مالي زيان نه لري، ننګرهار والي د داعش دا کار يو وحشت بللى او ډاډ يې ورکړى چې په دغسې وحشيانه حرکتونو سره به داعش ډله د کوټ د ولسونو په منځ کې وېره خپره نه کړي."

په کوټ ولسوالۍ کې مېشت قومي مشران وايي، داعش ډلې د هغو کسانو کورونو ته اور اچولى چې له دې ډلې سره يې بيعت نه دى کړى.

قومي مشر، حاجي امير جان کوټوال د کورونو د سوځېدو دوه علتونه په ګوته کړل:

"داعش وسله والو څو ورځې مخکې اعلان وکړ، هغه کسان چې له سيمې وتلي رادې شي له موږ سره دې بيعت وکړي، دوى وويل که څوک راسره بيعت ونه کړي او زموږ په ګټه وسله وانخلي زموږ دښمنان دي، دويمه وجه دا ده چې حکومت څو ورځې مخکې د عملياتو د پيل اعلان وکړ چې تر وخت مخکې د عملياتو د پيل اعلانول فکر کوم جرم دى."

د کوټ ولسوال سيد رحمن مومند وايي، په دې ولسوالۍ کې د داعش د فعالو غړیو اکثريت بهرنيان دي.

د هغه په خبره کورونو ته تر اور اچولو وروسته وسله وال له سيمې تښتېدلي، خو امنيتي ځواکونه توانېدلي چې د دوى پنځه غړي ووژني.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې ويلي وو په ننګرهار کې د داعش جنګياليو اتيا فيصده پاکستانیان دي او کله چې د افغان ځواکونو له خوا پرې فشار راشي د ډیورنډ له فرضي کرښې اخوا ته اوړي.

پاکستان په افغانستان کې د داعش له جنيګاليو د ملاتړ په باب تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG