د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

په ټولنیزو شبکو کې د جوړو شویو اړیکو انجام څه وي؟ 


Afghanistan -- Hafizullah Ghushtili, Afghan journalist, in his office in Kabul, 9 Nov. 2004
Afghanistan -- Hafizullah Ghushtili, Afghan journalist, in his office in Kabul, 9 Nov. 2004

ټولنیزو شبکو دا اسانتیا رامنځ ته کړې چې ډېر لېرې خلک سره نېږدې او ډېر نااشنا سره اشنا کړي.

په افغانستان کې چې ټولنیز بندیزونه ډېر دي، هلکان او نجونې هڅه کوي د موبایل او ټولنیزو شبکو له لارې له نورو سره رابطې جوړې کړي.

دلته ستونزه په رابطه کې نه، بلکې په دې کې ده چې دوه کسان سره مخامخ نه دي، د یو بل په اړه سم معلومات نه لري او د یو بل احساسات او غوښتنې په ښه ډول نه شي درک کولی.

دا چې ډېر ځوانان احساساتي او عاطفي چلند کوي، ډېر وخت د مقابل لوري ناسمې خبرې هم ورته سمې برېښي او د وخت په تېرېدو سره هغه ته تمایل پیدا کوي چې بیا د دې اړیکې پرې کول ورته ستونزمنه چاره برېښي.

له خلکو سره اړیکې جوړول او ساتل ښه خبره ده، خو دغه اړیکې باید خپلې سرې کرښې ولري، که له یو چا سره د ژوند د شریکولو نیت نه لرئ، بې ځایه هیلې مه ورکوئ او مه هم د ساعت تېرئ او ټوکو په خاطر له دغو اړیکو استفاده کوئ، ځکه کېدای شي مقابل لوري ته مو دغه اړیکه ارزښتمنه وه چې د له منځه تللو په صورت کې به یې د ژوند خوشالۍ ترې واخیستل شي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئfacebook.com/TandySangy:

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئhewadm@rferl.org:

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.
د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:23 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG