د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

رفسنجاني د انقلابي رهبر خمیني مقبرې ته څېرمه خاورو ته وسپارل شو


د ايران پخوانی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني نن په تهران کې خاورو ته وسپارل شو.

اکبر هاشمي رفسنجاني د ايران د ۱۹۷۹میلادي کال د اسلامي انقلاب د مشر ايت‌الله روح‌الله خمیني مقبرې ته څېرمه، خاورو ته وسپارل شو.

د ده د تدفين په مراسمو کې سلګونه زرو ايرانيانو ګډون وکړ او د تهران پوهنتون شااوخوا سیمه بنده شوې وه.

نن په ايران کې عمومي رخصتي اعلان شوه.

د ايران د دولتي ټلوېزیونونو د راپور له مخې، د ايران ستر مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌اي د هاشمي رفسنجاني د جنازې د مراسمو دعا وکړه.

د ازادي راډيو د مرکزي څانګې د راپور له مخې، ايت‌الله علي خامنه‌اي له رفسنجاني سره پر عقيدوي اختلافاتو سربېره په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.

هاشمي رفسنجاني په پراخه توګه يو اصلاح غوښتونکی او منځ‌لاری بلل کېده.

په دغو مراسمو کې د ايران ولسمشر حسن روحاني، د پارلمان رئیس علي لارېجاني، د قضائيه قواوو رئيس او د پارلمان د رئیس ورور ايت‌الله صادق لارېجاني هم ګډون کړی وو.

د ايران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د بهرنیو عملیاتو قوماندان جنرال قاسم سليماني چې يو سخت دريځی محافظه‌کاره ګڼل کېږي، هم د هاشمي رفسنجاني د تدفين په مراسمو کې ګډون کړی وو.

نن د تهران سړکونه په بيرغونو، بنرونو او د رفسنجاني په عکسونو پوښل شوي وو او ښاري ټرانسپورټ وړيا وو.

په ټولنيزو رسنیو کې خپرې شوې وېډيوګانې په دغو مراسمو کې یو شمېر کسان ښيي چې د رفسنجاني سیاسي ملاتړي او د ايران د پخواني ولسمشر محمد خاتمي په ملاتړ يې شعارونه ورکول.

د تهران يو اوسېدونکی قوام خيزي چې د هاشمي رفسنجاني د تدفین په مراسمو کې يې ګډون کړی وو، په دې اړه چې رفسنجاني د اسلامي انقلاب له مخکښو کسانو څخه ګڼل کېده، وايي:

"دی د انقلاب له مشرانو څخه وو، شپېته کاله‌يې په دې انقلاب کې زحمت کښلی وو او د دې نظام، مشرتابه امام له ملاتړو څخه وو."

د ایران د اسلامي انقلاب بنسټ ایښودونکي.
د ایران د اسلامي انقلاب بنسټ ایښودونکي.

اکبر هاشمي رفسنجاني د ايران د اسلامي رژيم له بنسټ ايښودونکو څخه ګڼل کېږي او له ۱۹۸۹میلادي کال څخه تر ۱۹۹۷میلادي کال پورې د دې هېواد ولسمشر وو.

د ۲۰۰۵ میلادي کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې يې له محمود احمدي نژاد څخه ماتې وخوړه او د جنورۍ په نهمه نېټه په ۸۲ کلنۍ کې د زړه د سکتې له کبله مړ شو.

د جنورۍ په نهمه نېټه چې د دوشنبې ورځ وه، د ايران جمهوري رياست په یوه اعلاميه کې هاشمي رفسنجاني د ايران د اسلامي انقلاب يو مخکښ کس وباله او د هغه کورنۍ ته‌يې تسليت وړاندې کړ.

XS
SM
MD
LG