په ټولنیزو رسنیو کې د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوه محصل د وژلو په اړه تر غبرګونونو وروسته د غزني امنیتي چارواکي وايي چې د قرهباغ ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډونیې ځیني کسان نیولي دي.
د غزني امینه قوماندان جنرال امینالله امرخېل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم تر دې دمه یاده قضیه یوازې تور دی خو په اړهیې د ټاکل شوي پلاوي څیړنې پیل شوي دي.
ښاغلي امرخېل زیاته کړه:
"د دې موضوع په اړه چې یو محصل شهید شوی د قرهباغ پر امنیه قوماندان ادعا شوې، ولسمشر، د کورنیو چارو وزیر او د حکومت ټول لوړپوړي چارواکي خبر دي، پلاوی ټاکل شوی او پر چا چې ادعا شوې تر نظارت لاندې دی او په دې اړه به عدلي او قضايي بنسټونه شواهدو ته په کتو پرېکړه وکړي."
ښاغلی امرخېل وايي چې د قرهباغ امنیه قوماندان پر ده لګېدلی تور رد کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني د ولایتي شورا د معلوماتو له مخې د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوه محصل کورنۍ ادعا کوي چې زوی یې د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان له لوري نیول شوی او د یاد قوماندان لهخوا د ډیرو وهلو ډبولو له کبله مړ شوی دی.
د غزني د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې د مقتول کورنۍ ویلي چې د دوی زوی د قرهباغ د امنیه قوماندان له لوري له دې امله ونیول شو چې ګواکې پلار یې له طالبانو سره اړیکې لري.
یادې موضوع په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه له ځان سره لرل.
د غزني امنیه قوماندان وايي، هغوی چې یاد محصلیې وژلی د بشري حقونو ناقضین دي او هر څوک چې په دغې قضیه کې مجرم وپیژندل شي د عدلي او قضايي بنسټونو له لوري به سزا ورکړل شي.
د غزني د ولایتي شورا رئیس خالق داد اکبري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که په دې قضیه کې عدالت تأمین نهشي خلک به خپل غږ اوچت کړي.
نوموړی وايي:
"دوسیه تر څېړنې لاندې ده هیلهمند یم چې کار یې ژر پای ته ورسېږي او نظامي څارنوالۍ ته واستول شي له هغه ځایه سره هم په اړیکه کې یم او که حقیقت په پام کې ونهنیول شي موږ چُپ نهپاتې کیږو."
په ورته وخت کې یو شمېر امنیتي کارپوهان بیا وايي چې پولیس د تورن د نیولو دنده لري نه دا چې تورن ته سزا ورکړي.
د چارو کارپوه اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید په جدي توګه قضیه وڅېړي او عاملینو ته د قانون مطابق سزا ورکړي له هغې پرته به خلک له پولیسو فاصله واخلي او د ولس مرسته به ورسره کمه شي.
راپور: محمد حدیث پردېس