د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

ټرمپ یو ځل بیا د واشنګټن او روسیې د اړیکو پر ښه کولو ټينګار وکړ


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا له روسیې سره د اړیکو په ښه‌والي ټينګار کړی او ویلي یې دي چې له روسیې سره د اړیکو ښه‌والی ښه کار دی.

هغه دا ټینګار پرون یوه ورځ وروسته تر دې وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو په یوه استخباراتي رپوټ کې راغلي و چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپله د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال د ډونالد ټرمپ په ګټه د سایبري کمپاین د ترسره کولو امر کړی و.

ټرمپ پرون سهار په دې اړه ټویټ وکړ او ویې‌ویل:

"له روسیې سره د ښو اړیکو لرل یو ښه کار دی، بد کار نه‌دی، یوازې احمق خلک به فکر کوي چې د ښو اړیکو لرل بد دي!"

د ټرمپ دا تازه وعده له مسکو سره د اړیکو د ښه کولو په خاطر د هغه له پخوانیو څرګندونو سره سمون خوري.

د ډونالد ټرمپ د پروني ټویټ د لیکنې «نرمه» بڼه د هغه د وړمې ورځې له څرګندونو سره چې د امریکا د استخباراتي رپوټ تر خپرېدو وروسته‌یې کړې وې تفاوت درلود.

ټرمپ تر دې مخکې په یوه بیان کې له خپل ټیم غوښتي و چې د جمهوري ریاست په لومړیو درېیو میاشتو کې له سایبري حملو سره د مبارزې او د هغو د بندېدو په خاطر یوه طرحه جوړه کړي.

کرملېن «د روسیې جمهوري ریاست» تر اوسه پورې د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي رپوټ په اړه څه نه‌دي ویلي.

اخوا په لندن کې د روسیې سفارت پرون په یوه ټویټري پیغام کې دا رپوټ «خندوونکی» بللی دی.

خو د امریکا د کانګرېس ډېرو مهمو ډموکرات او جمهوري غوښتونکو غړو د امریکا د یاد استخباراتي رپوټ موندنې سمې بللي او اوس وخت د سنا جرګې درې بېلې کمېټې د سایبري کمپاین د څېړلو په حال کې دي.

د امریکا متحده ایالاتو د تازه استخباراتي رپوټ موندنو د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې پر ډموکراتې کاندیدې هېلري کلېنټن د ډونالد ټرمپ بریا تر سیوري لاندې راوستې ده.

تمه ده ډونالد ټرمپ په دوو اوونیو کې دننه د امریکا متحده ایالاتو د پنځه څلوېښتم جمهور رئیس په توګه لوړه وکړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG