د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

زرګونه ایرانیان د سیاسي بندي "صادقي" د خوشې کېدو غوښتنه کوي


زرګونه ایرانیان په تهران کې د ایوین «Evin» زندان مخته راټول شوي او د سیاسي بندي آرش صادقي د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې د ایران پارلمان ځینو استازو هم حکومت ته خبرداری ورکړی وو چې ارش صادقي د نه‌خوړو له کبله په نازک روغتیایي حالت کې دی او باید آزاد شي.

دغو استازو د ایران قضائیه قوې مشر صادق لارېجاني ته لیکلي وو چې ښایي د ارش صادقي مرګ جدي سیاسي پایلې ولري.

ارش صادقي چې په‎خپله له جون میاشتې راهیسې د ایران ملي امنیت ته د خطر پېښولو په تور زندان کې دی، د اکټوبر له ۲۴ نېټې څخه‌یې وروسته له هغه اعتصاب پیل کړ چې د ده مېرمن ګلرخ ابراهیمي د یوې ناخپرې شوې مقالې له کبله نیول شوې او په بند کې ده.

ګلرخ ابراهیمي د بشري حقونو فعاله ده او مقاله‌یې په دې اړه وه چې یو کس د قرانکریم د سوځولو وروسته سنګسار شو.

پر دې اسلامي مقرراتو ته د سپکاوي تور لګول شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د مېرمن ابراهیمي پر وړاندې تورونه د خندا وړ بللي دي او وایي چې دا د خپلې مفکورې له کبله سزا ویني.

ځیني راپورونه وایي، د جنورۍ پر دوهمه نېټه تر ۸۰۰ پورې ایرانيانو د ایوین زندان مخته لاریون کړی دی.

دا ډول سوله‌ییز لاریونونه ایران کې ډېر نادر اقدام دی ځکه د حکومت ضد مظاهرې هلته اکثراً له ځواکونو سره مخامخ کېږي.

د جنورۍ د دوهمې نېټې د مظاهرو انځورونه پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي چې ښیي لاریون کوونکو د ارش او د هغه د مېرمنې عکسونه لېږدوي، ځینو یې بیا د هغوی نومونه په خپلو لاسونو لیکلي وو او ویل یې چې "موږ ټول ارش یو."

صادقي ایران کې د بشري حقونو نړیوال کمپاین ته ویلي و چې پر ده تورونه د هغو زده‎کوونکو د پلوي له کبله لګول شوي چې هغوی زده‎کړې نه‎شوې کولای او هم‌یې د بشري حقونو سوله‌ییزو لاریونونو کې برخه اخیستې ده.

د بشري حقونو لندن مېشتې ډلې پرون په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د ایران چارواکو د صادقي ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې چارواکي ښه پوهېږي ان د څو ساعتونو ځنډ کولای شي د ارش صادقي د مرګ او ژوند تر منځ واټن بدل کړي.

XS
SM
MD
LG