د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي او ډسپلین کمېټې اعلان کړی چې د کرکټ بورډ نوي مشر په خپل تازه اقدام کې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی نوروز منګل د لوبغاړو د غوراوي او هستي ګل عابد د ډسپلین کمېټې د مشرانو په توګه اعلان کړل.
د کرکټ بورډ رئیس عاطف مشعل د سې شنبې په ورځ د دغو کمېټو د مشرانو او غړو د پېژندنې پر مهال وویل چې دواړه کمېټې به په پوره خپلواکۍ سره خپلې چارې پر مخ وړي او هېڅ چاته به دا اجازه ورنهکړي چې د دوی په چارو کې مداخله وکړي.
ښاغلي مشعل وویل چې نوروز منګل يو تجربه لرونکی لوبغاړی دی او د ده له تجربو څخه باید کار واخیستل شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د دې لپاره چې د نوروز منګل له تجربو او وړتیا څخه په کرکټ بورډ کې ښه کټه واخیستل شي، نن اعلان کوم چې نوموړی د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو."
عبدالولي امین او احمدشاه سلیمانخېل د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې دوه نور غړي وټاکل شوه.
د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نوي مشر نوروز منګل وویل چې هڅه به مې دا وي چې چاته به د شکایت موقع ورنهکړم او د یوه ښه او غوره ټیم په جوړولو کې نهستړي کېدونکي هلې ځلې وکړم.
نوموړي زیاته کړه:
"کوښښ کوم داسې یو ټیم جوړ کړم چې نه لوبغاړو ته د شکایت موقع ورکړم او نه هېوادوالو ته د شکایت موقع ورکړم، يو ښه پلان جوړو چې په راتلونکو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم ښه و ځلېږي."
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر د ملي ټيم منیجر دولت احمدزی و.
په ورته وخت کې د افغانستان د کرکټ بورډ د ډسپلین کمېټې نوی مشر هستيګل عابد هم ژمنه وکړه چې خپله دنده به په ښه ډول تر سره او چا ته به د شکایت موقع ورنهکړي.
ښاغلی عاطف مشعل د ولسمشر لهخوا د کرکټ بورډ د نوي مشر له ټاکل کېدو وروسته ژمنه کړې وه چې د کرکټ بورډ په اداره کې به اصلاحات راولي او د لوبغاړو د غوراوي يوه مسلکي او خپلواکه کمېټه به جوړوي.
راپور: سباوون کاکړ