د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

نی: ۲۰۱۶ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال و


د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړه اداره «نی»۲۰۱۶ میلادي کال، د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال بولي.

د دې ادارې اجرائیوي رئیس مجیب الله خلوتګر ازادي راډیو ته وویل چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتي پېښې د تېرو کلونو په پرتله، زیاتې شوي دي.

خلوتګر وویل، په روان کال کې د خبریالانو پروړاندې د زورزیاتي ۴۲۰ قضیې ثبتې شوي چې د خبریالانواو د رسنیو د کارکوونکو د وژلو ۱۴ پېښې پکې شاملې دي.

خلوتګر: ۲۰۱۶ میلادي کال د خبریالانو لپاره خونړی کال و.
خلوتګر: ۲۰۱۶ میلادي کال د خبریالانو لپاره خونړی کال و.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه ۲۰۱۶ میلادي کال چې په وروستیو اوونیو کې یې یو، په وروستیو ۱۵ کلونو کې د افغان خبریالانو لپاره خطرناک او خونړی کال و، په دې کال کې موږ د خبریالانو پر وړاندې د زرو زیاتي د ۴۲۰ پېښو شاهدان یو چې په دې کې ۱۴ د وژنو پېښې هم شاملې دي."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شپږو میاشتو کې د لوګر د پیغام راډیو مسؤل مدیر نصیرمدثر، په هلمند کې د اریانا تلویزیون خبریال نعمت الله زهیر، په زابل ولایت کې د ملي راډیو تلویزیون خبریال یعقوب شرافت او د امریکا د ملي راډیو خبریال ګیلکي او د ده همکار ذبیح الله تمنا وژل شوي دي.

سربېره پردې د روان میلادي کال په لومړیو کې د طلوع تلویزیون د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی برید چې اته کسان پکې ووژل شول او څه باندې ۲۰ تنه پکې ټپیان شول، د خبریالانو پروړاندې د زورزیاتي بله مهمه پېښه ده.

د افغانستان د رسنیو د بازار په نوم بنسټ وايي، دغه وژل شوي د دوی د دندو په تړاو، تربرید لاندې راغلي دي.

همدارنګه د بې پولې خبریالانو سازمان په دې وروستیو کې په یوه راپورکې ویلي چې ۲۰۱۶ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و چې ۱۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

افغان خبریال ممتاز بهیر ازادي راډیو ته وویل، د خبریالانو د خوندیتوب لپاره په کار ده چې حکومت یو ځانګړی بنسټ جوړ کړي.

"په افغانستان کې ناامني په هره برخه کې شته، زه د یو خبریال په توګه په خپله کاري ساحه کې خوندیتوب نه لرم او کله چې له دفتره وځم بیاهم ډارېږم، خبریالان ډېر ځله له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي، له حکومته هیله ده چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یو ځانګړی بنسټ جوړ کړي."

که څه هم د خبریالانو ملاتړ بنسټونه د وضعیت له خرابوالي او د دوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې لري، خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حکومت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات کړي دي:

مرتضوي: په دې برخه کې لازم اقدامات تر سره شوي.
مرتضوي: په دې برخه کې لازم اقدامات تر سره شوي.

"د افغانستان په امنیت شورا کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هم یوه ځانګړې کړنلاره جوړه شوې او هم د جمهور رئیس د دوهم مرستیال په مشرۍ یوه کمېټه چې غړي یې د امنتیي ارګانونو دي کار کوي چې حکومت له رسنیو سره په مشوره، د رسنیو او خبریالانو امنیت وساتي."

بلخوا د خبریالانو ملاتړ بنسټونه د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتي د پېښو ډېرېدو ته په کتو سره وايي چې حکومت د خبریالانو د وضعیت د ښه کولو لپاره، لازم ګامونه نه دي پورته کړي.

دوی وايي، د حکومت او رسنیو کومه ګډه کمېټه چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جوړه شوې، کارونو یې ښه نتیجه نه ده ورکړې.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG