د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

کانکور ته د چمتوالي وړیا کورسونه


ډېر ځوانان غواړي چې د کانکور امتحان له لارې د خپلې خوښې پوهنځۍ ته کامیاب شي، خو چې چمتووالی ورته ونه نیسي، ممکن د ډېرو دغه هیله یو خوب پاتې شي.

یو شمېر ځوانان چې اقتصادي ستونزې نه لري، په خپلو لګښتونو د کانکور لپاره د چمتوالي کورسونه وايي، خو هغوی چې جیبونه یې خالي دي، بیا له دې کورسونه ډېر وخت محروم وي.

دا اونۍ د دریو هغو بنسټونو په اړه خبرې کوو چې په وړیا ډول یې د ښوونځیو زده کوونکو ته د کانکور د چمتوالي کورسونه پرانېستي دي.

په غزني کې همت بنسټ، په پکتیا کې باور فرهنګي او ټولنیز بنسټ او په لوګر کې وطنوال ښوونیز مرکز د دغو دریو ولایتونو بې شمېره زده کوونکو ته د دې زمینه برابره کړې چې زده کړې وکړي او د کانکور امتحان ته چمتوالی ونیسي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:25 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG