د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

"م.م" سوریه کې د جنګي جرایمو د دلایلو ټولولو لپاره پلاوی ګماري


د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرون فیصله وکړه چې په سوریه کې د جنګي جرایمو د دلایلو د ټولولو لپاره یو هیئت وګماري چې دا د سوريي په تقریباً شپږ کلن جنګ کې د جنګي جرایمو د مسئولو کسانو د محاکمې لور ته لومړی ګام ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه ۱۰۵ هېوادونو د دغه مېکانیزم د جوړولو لپاره رأیه ورکړه.

د ملګرو ملتونو ویاندویانو د دغې رأيې اخیستنې نتایج داسې اعلان کړل:

"ټول پلاوي تائیدوي چې د دوی رأيې په دقیقه توګه د مونیټور په ښیښه منعکسې شوې دي. د رأیې اخیستنې نتایج څرګندوي چې ۱۰۵ هېوادونو موافقې او ۱۵ هېوادونو مخالفې رأیې ورکړي او ۵۲ نورو هېوادونو له رأیې ورکولو ډډه کړې."

د امریکا، فرانسې، بریتانیې، ایټالیا، جرمني، سعودي عربستان، ترکیې او قطر په شمول ۵۸ هېوادونو د دغه میکانېزم د جوړولو د وړاندیز چې د لېختن شتاین له‌خوا وشو ملاتړ وکړ.

سوریې او روسيې د دغې پرېکړې سخت مخالفت وکړ.

چین هم مخالفه رأیه ورکړه.

دغه هیئت به د ملګرو ملتونو له هغه یو کمېسیون سره نېږدې همکاري لري چې د سوريې جنګ کې د شویو بې‌رحمیو په اړه‌يې څو راپورونه وړاندې کړي دي.

په دغه جنګ کې څه دپاسه ۳۱۰ زره کسان وژل شوي دي.

د مدني ټولنې مؤسسې هم هغه اسناد، د عیني شاهدانو لېستونه او وېډیو فلمونه راټولوي چې کېدای شي یوه ورځ په محاکمه کې ترې کار واخیستل شي.

د لېختن شتاین سفیرې کرېسټینا ویناویزیر د ملګرو ملتونو غونډې ته وویل چې دغه پرېکړه به د سوريې جګړه کې د جنګي جرایمو د مسئولو کسانو سره په قانوني چلند کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ناکامیو ځای ونیسي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې غوښتنه کړې وه چې د جنګي جرایمو نړیواله محکمه به په سوریه کې د دغو ډول جرایمو محاکمه په غاړه واخلي خو روسیې چې د سوریې د رژیم لوی ملاتړی هېواد دی او دغه‌راز چین د دغې غوښتنې مخه ونیوله.

XS
SM
MD
LG