د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

عبدالله عارپوف د ازبکستان نوی صدراعظم نومول شوی


د ازبکستان منتخب ولسمشر له خپلو وفادارانو څخه عبدالله عارپوف د دې هېواد د نوي صدراعظم په توګه نومولی دی.

عبدالله عارپوف ۵۵ کاله عمر لري او تر دې مخکې يې لس کاله د ازبکستان د صدراعظم د مرستيال په توګه دنده تر سره کړې ده.

ښاغلی عارپوف په ۲۰۱۲میلادي کال کې د ازبکستان د پخواني مشر اسلام کريموف له خوا له دندې ګوښه شوی وو خو ويل کېږي چې دی د دې هېواد د منتخب ولسمشر له پلويانو څخه دی.

ليبرال ډیموکراټ ګوند چې د ډسمبر د څلورمې په انتخاباتو کې يې له شوکت ميرضيايېف څخه ملاتړ اعلان کړ، په یوه اعلاميه کې ويلي:

شوکت: میرضیایېف
شوکت: میرضیایېف

"عبدالله عارپوف د اصلاحاتو لپاره د مسؤليت اخيستلو توان لري."

شوکت ميرضيايېف له ۲۰۰۳میلادي کال راهيسې د ازبکستان صدراعظم وو چې د دې هېواد د پخواني ولسمشر له مړينې وروسته یې د درو مياشتو لپاره د ازبکستان مشري وکړه.

عبدالله عارپوف ۵۵ کلن دی او له ۲۰۰۲میلادي کال څخه يې تر دوه زره دوولسم کال پوري د ازبکستان د صدراعظم په توګه دنده تر سره کړې ده.

عبدالله عارپوف
عبدالله عارپوف

ده همداراز د اطلاعاتو او ارتباطاتو د عمومي رئيس په توګه هم کار کړی دی او د ازبک ټيلي کام د نظارت د هيئت مشري يې هم کړې ده.

اسلام کریموف چې له ۱۹۸۹میلادي کال څخه تر ۲۰۱۶میلادي کال پوري د ازبکستان مشر وو، په ۲۰۱۲میلادي کال کې عبدالله عارپوف د اداري فساد په تور له خپلې دندې ګوښه کړ.

پر ښاغلي عارپوف تور وو چې د موبايل مخابراتي شرکت ته يې غير قانوني جواز ورکړی وو او دا شرکت هغه وخت د ازبکستان د پخواني ولسمشر د لور ګلناره کریمووا له خوا اداره کې ده.

د ازبکستان منتخب ولسمشر شوکت مير ضيايېف د روان کال په سپتمبر مياشت کې عبدالله عارپوف د صدراعظم د مرستيال په توګه وټاکه.

ښاغلی عارپوف هغه وخت په تاشکند کې په يوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده تر سره کوله.

څېړونکي په دې باور دي چې ښاغلی عارپوف له شوکت ميرضيايېف سره د وفادارۍ په خاطر د ازبکستان د نوي صدراعظم په توګه ټاکل شوی دی.

د ازبکستان حکومت تر اوسه د نوي ولسمشر په توګه د شوکت ميرضيايېف د کار د پيل نېټه نه ده اعلان کړې.

ميرضيايېف د اسلام کریموف له مرګ وروسته د درېیو مياشتو پر مهال د خپل هېواد اداره پر مخ یووړه.

ده له ګاونډي هېوادونو سره د خپل هېواد د ښو اړیکو پر لور ګامونه پورته کړل او د يو شمېر هېوادونو د سيلانيانو لپاره د وېزو اسانتیا برابره شوه.

له دغو اقداماتو وروسته د اقتصادي پرمختیا په برخه کې د شوکت ميرضيايېف هڅې ستايل شوي او د هغه په اړه ویل کېږي چې ازبکستان يې له انزوا څخه ايستلی دی.

خو منتقدان وايي، دا ټول اقدامات به تر هغه وخته ګټور نه وي چې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره اقدامات ونشي او د هغوی اساسي حقونه ورنه کړل شي.

XS
SM
MD
LG