د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

ارګ: د «اېشیا فونډېشن» نظرپوښتنه روان جنګي حالت کې شوې


افغانستان حکومت د «اېشیا فونډېشن» د نظرپوښتنې په غبرګون کې ویلي چې دا نظرپوښتنه په داسې وخت کې شوې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې سخت جنګ روان و.

«اېشیا فونډېشن» پرون چهارشنبه د خپلې هغې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې چې د اګسټ د ۳۱مې او د اکټوبر د لومړۍ نېټې تر منځ‌یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له څه باندې ۱۲ نیم زره افغانانو سره د مرکو پر اساس کړې ده.

په دې نظرپوښتنه کې ویل شوي چې افغانان د خپل راتلونکي په باب زیات بې‌اطمینانه شوي او پر خپل حکومت‌یې باور لږ شوی دی.

خو د افغانستان حکومت وايي، پر سترو ملي پروژو د خلکو باور، د اداري فساد په نتیحه کې په عامه ادارو کې له خدماتو رضایت، اصلاحات او د مهاجرت پر ځای په افغانستان کې پاتې کېدو ته د افغانانو ژمنه د دې نظر پوښتنې د پام وړ ټکي دي.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال وايي چې په دې نظر پوښتنه کې د افغانستان د حکومت د ډېرو بریاوو یادونه هم شوې ده.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

ښاغلي مینه‌پال په عین حال کې یو لړ مشکلات تائید کړل، ویې‌ویل، جګړه نه‌یوازې د خلکو عادي ژوند مختلوي بلکې د حکومت کارونه هم ټکني کوي.

ښاغلي مینه‌پال د ترکمنستان-افغانستان د رېل‎لارې او سلما بند په شان سترې پروژې او ګڼې نورې تر کار لاندې پروژې د خلکو په ژوند او فکر کې د بدلون لپاره مثبت ګامونه وبلل، ویې‌ویل چې دا او نورې پروژې به په اوږدمهال کې پر حکومت د خلکو اعتماد زیات کړي.

د اېشیا فونډېشن په کلنۍ نظرپوښتنه کې له ټولو پوښتل شویو کسانو څخه په سلو کې ۶۵ اعشاریه ۹ ویلي چې د هېواد حالات‌یې خراب لوري ته روان دي، تېر کال په سلو کې ۵۷ اعشاریه ۵ ورته نظر څرګند کړی و.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG