د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

کابل کې د ښځو د بایسکل چلولو کلب، له تاوتریخوالي سره یو متضاد اړخ


په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له کيسو سره د ښځو د ځينو پرمختګونو کيسې هم اورېدل کېږي.

له دغو کيسو څخه یوه په کابل کې د بايسکل چلولو په کلب کې د ښځو ګډون دی.

د بايسکل چلولو په دې کلب کې ښځې او سړي هره مياشت څلور سوه افغانۍ ټولوي او په اوونۍ کې درې ځلې په کابل کې د ورزش په یوه ميدان کې تمرين کوي.

د بايسکل چلولو د دې کلب له پنځوسو غړو څخه پنځلس ښځې دي.

دا کلب دوه مياشتې مخکې جوړ شو.

زهرا رونا چې توره خولۍ يې پر سر وه او پر سره او سپين رنګ لرونکي بايسکل سپره وه، وايي:

"خلک موږ ځوروي او د ښځو بايسکل چلول ورته ښه کار نه‌ايسي."

زهرا اتلس کلنه ده او وايي، دا په خپل ژوند کې يو تغيیر غواړي.

دا وايي، له جګړو ستړي يو، په ژوند کې يو نوی څه غواړو.

په افغانستان کې له ۱۹۹۶میلادي کال څخه تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې د طالبانو د رژيم پر مهال ښوونځيو ته د ښځو تګ منع وو او همداراز يې نه‌شو کولای د کورنۍ له کوم محرم غړي پرته له کوره دباندې ووځي.

د طالبانو له رژيم وروسته په افغانستان کې ښځو د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو څېړونکي وايي، په داسې حال کې چې د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالی روان دی او ښځې تر سياسي فشار لاندې دي، دا لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ دي.

زهرا رونا د روېټرز له خبريال سره د خبرو پر مهال ويلي:

"موږ له خلکو غواړو چې خپلو لوڼو ته ازادي ورکړي چې هغوی وکولای شي په خپل ژوند کې ټاکلو اهدافو ته ورسېږي."

مېرمن رونا او د دې کلب نور غړي د بايسکل مخې ته له فلزي او د لرګي له مېزونو خنډونه جوړوي چې دوی په يوټيوب، فېسبوک او نورو رسنيو کې لیدلي وو.

د دې کلب څېښتن، اصغر مهرزاده وايي، دوی پنځوس ځوانان جذب کړي دي چې د بايسکل چلولو شوق لري.

ښاغلی مهرزاد د دې کلب د غړيتوب لپاره له هر کس څخه د مياشتې څلور سوه افغانۍ اخلي.

اصغر مهرزاد پخپله يو مدني فعال هم دی.

دی وايي:

"زموږ لويه ستونزه نا امني ده، کله چې موږ د تمرين لپاره يو ځای ځو، جرأت نه‌شو کولای چې لیرې ولاړ شو، ان د ښار په منځ کې په اطمینان سره تمرین نه‌شو کولای."

خو یوه بايسکل چلوونکې فاطمه مهداوي بيا وايي، د بايسکل چلولو په دې کلب کې داسې طريقې ورښودل کېږي چې که له تاوتريخوالي سره مخامخ شي باید څنګه خپله دفاع وکړي.

فاطمه وايي:

"پر دې ټولو ستونزو سربېره، کله چې کلب ته راننوځم، دغه ورزش يوه ځانګړې انرژي راکوي چې د الوتلو احساس کوم."

د دې ورزشي کلب څېښتن زياته کړې، هيله لري چې حکومت او له افغانستان سره مرستندويه ادارې به له دې کلب سره مالي مرسته وکړي چې دی په دې کلب کې د افغان ځوانانو په ځانګړې توګه ښځو لپاره وسایل او تأسيسات برابر کړي.

XS
SM
MD
LG