د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

پېسکوف: نړيواله ټولنه د حلب پر خواشینونکې پېښې چوپ شوي


روسيې پر دې چې نړیوالې ټولنې د سوریې په حلب ښار کې د دوو روسي روغتیاپالانو د وژل کېدو په اړه نرم غبرګون څرګند کړی، نیوکه کړې ده.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې دوه روسي روغتیاپالان په حلب کې پر یوه ملکي روغتون د سوریې د رژیم د مخالفو وسله‎والو په راکټي حمله کې وژل شوي دي.

د کرملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف پرون سې‌شنبه په ‎دې اړه په خبرو کې د امریکا یادونه وکړه او ویې‌ویل چې حلب کې د داسې خواشینونکې پېښې په اړه‌یې چوپتیا غوره کړې ده.

پېسکوف پر دې خواشیني څرګنده کړه چې د هغه په وینا، د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې په حلب کې پر یوه روغتون د حملې په اړه سخت غبرګون نه‎دی څرګند کړی او داسې خواشینونکې پېښه‌یې په شدت نه‎ده غندلې.

د کرملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف
د کرملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف

د روسیې دفاع وزارت وايي چې د دوشنبې په ورځ حلب کې پر یوه روغتون د بشارالاسد د رژیم مخالفو ډلو په راکټي حمله کې دوه پوځي روغتیاپالانې نادیژده دوراچېنکو او ګالینا میخایلووا ووژل شوي او د هغوی همکار وادیم ارتسینف زخمي شو.

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي وچې دا حمله پلان شوې وه او د روغتون د موقعیت په اړه بهرنیو کړیو وسله‎والو ته معلومات ورکړي و چې راکټي حمله ورباندې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر د دې خبرې په ځواب کې پرون وویل چې پر امریکا د هر داسې تور پورې کول به په بشپړ ډول ناسم وي او امریکا به هېڅکله د سوریې اپوزېسیون ډلو ته داسې معلومات وړاندې نه‎کړي.

د روسیې ټلوېزیون "ار. ټي" چې له دولته مالي مرسته اخلي، ویلي چې د پېښې په اړه‌يې د سره صلیب له نړیوالې ټولنې سره خبرې کړي او دې ټولنې ورته ویلي چې سوریه کې د روان کړکېچ ټولې خواوې د ملکي خلکو، روغتیايي کارکوونکو، ناروغانو او روغتونونو د امنیت په خوندي کولو کې ناکامې شوي او د ملکي او نظامي اهدافو تر منځ د تفکېک مسؤلیت‌یې نه‎دی ادا کړی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د سره صلیب نړیوالې ادارې دا وینا حلب کې د روسي روغتیا پالانو د وژلو په اړه د هغوی بې‌تفاوتي څرګندوي.

روسیه له تېرو څو کلونو راهیسې، د سوریې جګړه کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کړی او تېر کال‌یې د بشارالاسد د ملاتړ لپاره هوايي حملې هم پیل کړي.

په حلب کې د روسیې او د بشارالاسد رژیم د ګډو عملیاتو په اړه پرون سې‌شنبه د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین مارک ایرولت د فرانسې ټلوېزیون "فرانس ۲۴" ته وویل چې شدت به‌یې وضعیت لا خراب کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین مارک ایرولت
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین مارک ایرولت

جین مارک ایرولت وویل:

"د حلب مسئله، د دې ښار د خلکو د وژل کېدو او د ښار د سقوط په بیه تمامېږي، د سولې لار نه‎ده. د جګړې، افراطیت او ترورېزم خطر به په سیمه کې پاتې شي. پوځي حل به چې بشارالاسد او ملاتړ کوونکو یې، په ځانګړي ډول روسيې غوره کړی په ټوله سیمه کې دوامدار بحران جوړ کړي. "

د بشارالاسد ملاتړو ډلو پرون په حلب کې د پنځو سیمو د نیولو خبر ورکړ.

په سوریه کې بشري حقونو د څارنې ډله چې مرکز يې په لندن کې دی، ویلي چې حکومتي ځواکونو د حلب په ختیځ کې د مخالفینو ۷۰سلنه سیمې نیولې دي.

دې ډلې ویلي چې د اسد ځواکونو د حلب په ختیځ کې د شعر په نوم سیمه نیولې چې د رژیم د مخالفو وسله‎والو د فعالیت لوی مرکز و او مخالف وسله‎وال د اسد د ځواکونو پر ضد غلچکۍ حملې کوي.

د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چې د بشارالاسد ځواکونو په ختیځ حلب کې پنځه نورې سیمې هم نیولي دي او د دې ښار په ختیځ کې د پوځي عملیاتو له پراختیا سره‌یې ۳۵ فیصده سیمې تر خپل واک لاندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG