د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

د کثافاتو پر وخت نه انتقالولو په اړه د کابل ښاریانو اندېښنې


د کابل په بېلابېلو برخو کې د کثافاتو ډېرانونه دومره ډېر شوي چې سړی یې په لیدلو حیران شي، د هر وکړی پام ځان ته اړوي او زیانونو ته یې اندېښمن کوي.

موږ په کابل کې شاه شهید، کارته نو او احمدشاه بابا مېنې ته ورغلو، په کوڅو او ان د سړک پر غاړه دومره کثافات پراته و چې ته به وایي، په کلونو کلونو چا نه دي ټول کړ.

بد بوی، بدرنګه کوڅې، هره خوا شمال وړي پلاستیکونه، په هر کونج کې زاړه د نوشابې قوطي هغه څه و چې څوک یې هلته تم کېدلوته نه پریښودلو.

په همداسې حالت کې بیا نارینه او ماشومان هم له کورونو څخه بېرون د دېوال په خوا کې لاس تر زنې پیتاوي ته ناست و او سترګې یې په هغو وسپنو کې خښې کړې وې چې د مني زېړي لمر پړکولې له سړو وهلو څېرو یې ښکارېدل چې دوی هم د کور په مخکې کثافاتو پوزې ته راوستلي، خو ځانونه ناچاري ورته ښکارېدل په دې له څو تنو سره غږېدلو یو.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG