د لاسرسي لېنکونه

اجرائيه رئيس د ډګر جنرال محي الدين غوري د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره هرات ته تللی دی.

د اجرائيه رياست د اعلاميې له مخې عبدالله عبدالله به همداراز د هغو ټپيانو له کورنيو سره هم وګوري چې د بادغيس ولايت په بالامرغاب کې يې هليکوپټرې سقوط کړی وو.

محي الدين غوري د سې شنبې په ورځ د بادغيس ولايت په بالامرغاب کې د هليکوپتر د سقوط په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دغه پېښه کې د ملي اردو يو بل افسر هم خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ملي اردو لس نور افسران ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG